افغانستان

هرات : طالبانو ګلران کې د شرابو قاچاق وړونکي او شراب نيولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې طالبانو دوه تنه د شرابو قاچاق وړونکي او شراب نيولي.

طالبانو پرون غرمه مهال د ګلران ولسوالۍ په سرخسي سيمه کې ۱۱۰ بوتله شراب او دوه تنه د شرابو قاچاق کوونکي نيولي.

سرخسي سيمه د ترکمنستان سره ګډي پولي ته څېرمه ده.

طالبان وايي د شرابو د قاچاق وړونکو دوسيې يې د دوی محاکمو ته سپارلي.

د شرابو د دوو تنو قاچاق وړونکو هويت نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x