
کندهار : ګډو ځواکونو په شاوليکوټ کې ولسي وګړي وژلي او بنديان کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ په خیرتوت سيمه کې تېره شپه بهرنيو او داخلي ځواکونو په ګډه چاپه اچولې.
د چاپې په مهال ګډو ځواکونو د خیرتوت سيمي د ملا امام په ګډون ۳ تنه نور کليوال وژلي.
د خیرتوت سیمي ټول اوسېدونکي د شپې په یخنۍ کې له خپلو کورونو را ویستل شوي ، او وروسته ګډو ځواکونو ۱۲ تنه له ځان سره بنديان وړي،
ګډو ځواکو په شپنۍ چاپه کې د خیرتوت سيمي د اوسېدونکو ۳ موټر او ۱۷ موټرسايکلونه هم سوځلي.
حکومتي چارواکو په شاولیکوټ کې د يادي شپنۍ چاپې اړوند څه نه دي ويلي.
د يوناما د راپور له مخي د امريکا د نوي ستراتيژۍ له اعلان سره سم د هوايي بريدونو او بمبار له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۳ سلنه لوړه شوې.