افغانستان

له بګرام زندان څخه ۳۳ تنه بنديان آزاد شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): دوې ورځي وړاندي د بګرام له ستر زندان نه ۳۳ تنه بنديان را خوشي شوي.

د مختلفو ولايتونو اوسېدونکي ۳۳ تنه بنديان داسي مهال له بګرام زندان څخه را خوشي کيږي چې د بند مودې يې پای ته رسېدلي.

نن ټکي اسيا ته د ځينو بنديانو کورنيو منلې چې خپلوان يې له باګرام زندان نه وړمه ورځ را خوشي شوي او خپلو کورونو ته رسېدلي.

د ګډ حکومت چارواکو لا تر دې دمه له بګرام زندان څخه د ازاد شویو بنديانو اړوند څه نه دي ويلي.

د بنديانو کورنۍ وايي: د راخلاص شویو زندانیانو قيدونه ډېر پخوا پای ته رسېدلي وو خو چارواکو له يوې ورځي نه بلي ته ځنډول.

د کندهار يو تن اوسېدونکی چې په بګرام زندان کې يې کابو شپږ نيم کاله وخت تېر کړی نن ټکي اسيا ته داسي وويل: د محکمې له لوري راکړل شوی قيد مي دوې مياشتي وړاندي بشپړ شو ، له هغه وروسته د زندان چارواکو انتظار خانې ته راوستم او دلته يې له پوره دوې مياشتي تیرولو وروسته وړمه ورځ راخوشي کړم.

د نوم نه ښودولو په شرط دا بندي زياتوي : له بګرام زندان څخه را خوشي شوي ډېر يې هغه کسان وو چې د بهرنيو ځواکونو له لوري په شپنيو چاپو کې وړل شوي وو او په یاد زندان کې د سياسي بنديانو په نوم زندانیان وو.

دا چې را خوشي شوي بنديان څوک دي لا هم نه ده په ډاګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x