
په هېواد کې ولسې پاڅون که ولسې پاڅون نوم ته سپکاوی؟؟
اربک يا اربکيان قومي مليشو ته ویل کيږي چې زموږ په هېواد کې اوږد تاريخ لري؛څه موده وړاندې یرغلګرو د اربکيانو په نوم کوڅه ډب ، لوچک ، لنډغر ، لوطيان ، جوارګر ، زانيان …. راټول کړه ، ولس چې اربکيان ورته د ځان ساتونکي ښکارېدل هرکلی وکړ ؛ دغو کوڅه ډبو غلو د اربک په نامه داسې کارونه وکړ چې دغه سپيڅلی نوم يې په کنځلو واړوو ، زموږ په سيمه کې که څوک چاته کنځلې کوي ورته وايي اربکۍ او تر ټولو لويه کنځله همدا ده.
اربکيانو د خلکو کورونه چور ، عزت يې ورته تر پښو لاندې ، دخلکو پيغلې لوڼې و تښتولې ، د سپين ږيرو سپکاوی ،….. او دا ټول اوس هم روان دي. له اختر مخکې راته يو ملګري له کندز ولايت په ټليفون و ويل چې اربکيانو خلک دومره په تنګ راغلي چې له ژونده ورته مرګ غوره ښکاري.ويل يې : د روژې په وروستيو شپو کې په بد حالت کې چې پايزار به يې مردار جوماتونو ته ننوتل او په جوماتونو کې هغه کستان چې په اعتکاف کې و بې عزته او له جوماتونو وشړل.
ولس په زوره د طالبانو د راتګ دعاګانې کوي خلک هره ورځ د هر دولتي او نادولتي ادارې در وازه ټکوي ، خو څوک يې غږ نه اورې. په دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو د ولسې پاڅون نوم اوريدل کيږي.داهم د ولسې پاڅون د نوم بدې کولو لپاره د یرغلګرو يوه پروسه ، څو نشه يان يې راټول کړې او دغه خوځښت ته يې د ولسې پاڅون نوم ورکړی. خپه کوونکې لا دا چې زموږ ځينې روڼ اندې او پوهه کسان په رسنيو کې د دې کوڅه ډبو په ملاتړ خپله مرۍ وچوي. دا نه یواځې د ولسې پاڅون نوم ته سپکاوی دی ، د اوسني نظام پر ضد د بهرنیان يوه اوږده پروسه ده که مخه يې و نه نيول شي همدا نظام به همداکوڅه ډبي له پښو وغورځوي.
په هېواد کې د سوچه اسلامي نظام راتګ په هېله!!