حاجي ناصر په ټانګانو پسي لڅي پښې ځغلي

لیکوال: صبغت الله صفت
۲۰۱۷/۱۲/۶

دا خبره چې حاجي ناصر په ټانګانو پسي لڅي پښې ځغلي د بهرامچې په بازار کې د هغه رېړۍ والا ده چې په خپل رېړۍ کې يې وريجي خرڅولې او ورځنۍ ګټه يې تر لاسه کول.

درې کاله وړاندي زه د بهرامچې په بازار کې غرمه مهال د وريجو رېړۍ ته ودرېدم ، وريجي والا پوښتنه وکړه ؛ مولوي صاحب کارونه څنګه دي؟ ځواب مي ورکړ چې الحمدلله بیخي ښه روان دي. ويل يې زه خو ډيري نادري اورم او په حیرانوونکې لهجه يې کړل چې الله جل جلاله دي يې ساتنه وکړي وای حاجي ناصر په ټانګانو پسي لڅي پښې ځغلي او په سنګين کې يې د غازيانو قومانده تازه ور له غاړي کړې.

د هلمند طالب مرستيال والي حاجي ناصر

دا چې خبره به افواهي وي که يقيني خو زه مطمئن يم چې د هلمند اوسېدونکي به يې له شک پرته زړه ته اچوي ځکه هغوی ټولو ته د حاجي ناصر شجاعت او نظامي ځراکت تر لمر روښانه وو.

د اسلامي امت دا سرسپارلی اتل ملا شاه ولي (حاجي ناصر) د هلمند د ګريشک ولسوالۍ د ده ادم خان د سيمي اوسېدونکی وو ، په دې وروستيو کې لومړی د سنګين ولسوال ، وروسته د سرې قطعې قومندان او اوس مهال د هلمند مرستيال والي ګڼل کېده.

حاجي ناصر نه يوازي دا چې خپلو دوستانو او سیمیزو خلګو پېژانده بلکه د الله جل جلاله دښمنانو او د هغوی لاسپوڅو ته هم په تول پوره ختلی وو.

د روان اشغال د خاتمې په موخه د افغانستان په سطحه ښايي حاجي ناصر يو له هغه ګوته په شمار طالب مشرانو وشمېرل شي چې تاريخ به يې ستاينه په زرينو لیکو پر خپل زړه ثبت کړي.

په هلمند کې د سنګين د تاريخي او اهميت لرونکي ولسوالۍ دا ولسوال نړيوالو رسنيو څو ځله وژل شوی اعلان کړ خو طالب مطبوعاتو به له نوموړي سره په لنډه موده کې مرکې کولې او د رسنيو له لوري د حاجي ناصر د مرګ پر نشر شوو ادعاوو به يې د چورلټ دروغو ټاپه وهل.

ساجد نومی طالب چې د هلمند له مرستيال والي سره يو ځای په نښه شوی

د امريکا له نوي اعلان شوي ستراتيژۍ را وروسته په هلمند کې د شهید حاجي جانان را وروسته دا د طالبانو دوهم ستر قومندان بلل کيږي چې د الله جل جلاله لور ته يې روح ستنيږي.

د تیري جمعې په مبارکه ورځ ماپښين ناوخته مهال د موسی کلا ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې جنتي حوري د شهيد حاجي ناصر تقبله الله د شهادت انتظار وې ، هم هغه وو چې د نړۍ وحشیانو د نوموړي ځين کړی آس په نښه او د الله جل جلاله له امر سره سم حاجي ناصر ، ساجد او د نوموړي څو نور ملګري د عقباء په لور وکوچېدل.

انا لله و انا الیه راجعون
تقبلهم الله تعالی اجمعین

ارواح يې ښاد ، یاد يې تل ، دښمن دې خوار او ذلیل وي!



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.