افغانستان

بدخشان: د طالبانو په برید کې څلور عسکر ټپیان شوي

نن ټکی آسیا: د بدخشان امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن د امنیتي ځواکونو پر کاروان د طالبانو په برید کې څلور عسکر ژوبل شوي دي.
دا برید نن له غرمې مخکې څه باندې لس بجې د بدخشان د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سرپل په سېمه کې تر سره شوی.

د جرم ولسوالۍ ولسوال نورآغا نادري د پېښي پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په برید کې څلور واړه ژوبل عسکر، سرحدي پولیس دي، چې له سېمي څخه د خپل یوه نظامي کاروان د تېرولو پر مهال د طالبانو تر برید لاندې راغلل.
نوموړي وویل، چې په برید کې د کاروان موټرو ته هم زیان اوښتی خو د مړو په اړه یې څه ونه ویل.
طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره ، دا برید د اربکي قومندان اسدالله د موټرو پر کاروان ترسره شو، چې پر یادې مرګ-ژوبلې سربېره د اربکیانو یو رینجر موټر له ټولو سپرو عسکرو سره سیند ته هم لوېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x