افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: رايه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي، تر راتلونکو ټاکنو پورې د برېښنايي تذکرو د نه ویش له امله به رايه ورکوونکې د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي.

د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر ګلاجان بدیع نن په یوه خبرې ناسته کې وویل، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله به له ډېرو تکنالوژيکي وسایلو نه ګټه وانه خیستل شي؛ ځکه خو د ټاکنو کمیسیون د کاغذي تذکرې له مخې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه سمه بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرسته وسیمه بادغیسي وايي، د رایې اچونې ۷۱۸۰ مرکزونه يې ارزیابي کړي او ۱۷۴۴ نور د نا امنیو له امله ارزیابي شوي نه دي.

د هغې په خبره ۱۱۷۶ مرکزونه يې د غیرمعیاریتوب له امله تاييد شوي نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي، چې د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار کې د دولت منتقدینو په لویه غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو پر بدلولو ټینګار وکړ.

یاده دې وي د نجیب الله احمدزي له ګوښه کولو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د سرپرستې له لوري اداره کېږي، چې د شنونکو په باور تر ټاکنو وړاندې باید د رسمي کس له لوري مدیریت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x