افغانستان

د غور ولایتي شورا: نامسوول وسله وال د قانون پر وړاندې خنډ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د غور ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې نامسوله وسله‌والو خپل سرو کړنو ته دوام ورکړی او چارې يې د قانون پر وړاندې لوی خنډ ګرځي.

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان وايي، په لرې پرتو سیمو کې نامسوول وسله‌وال خپل واک چلوي او اصلاً د قانون په کیسه کې نه دي.

د هغه په خبره، دغه وسله‌وال د ځينو ټولنیزو ستونزو د هواري په بدل کې له خلکو باج اخلي او پرېکړې د ټوپک په زور پر خلکو مني.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم مني، چې د غور په ځينو سیمو کې نامسوول وسله‌وال واک لري.

خطیبي وايي، تر اوسه ورته چا شکایت نه دی کړی، په وینا يې چې خلک او دا وسله‌وال سره راضي وي دوی پرې کار نه لري.

ډېری سیمو کې د سیمه‌‌ییزو خپل سرو قومندانانو له وېرې څوک خپله اندېښنه حکومت یا رسنیو سره نه شي شریکولی، خو د غور د والي ویاند وايي د خلکو له شکایت پرته يې پر ضد اقدام نه شي کولی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره یکشنبه د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک ژمنه وکړه، چې ټول هېواد کې نامسوول وسله‌وال به دوو میاشتو کې بې وسلې کړې.

که څه هم د ټول هېواد په سطحه د نامسووله وسله‌والو کره شمېر نه دی معلوم، خو د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي یوازې کابل کې ۴۵ زره غیر مسوول وسله‌وال موجود دي.

د غور ولایتي شورا د سمنګانو له ولس سره هممهاله له خپل سرو وسله‌والو سر ټکولی.

د سمنګان ولایت اوسېدونکي وايي، نامسووله وسله‌والو يې د مرکز ایبک او ولسوالیو تر منځ لارې تړلې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ویل کېږي، هغه محلي پولیس چې د دولت له واکه وتلي، ډېری يې خپل سرې چارې ترسره کوي، چې حکومت يې د نامسووله وسله‌والو په نوم معرفي کوي.

تر دې وړاندې روزګان کې هم پولیسو له خلکو نه تر یو میلیون ډېرې پاکستانۍ روپۍ لوټ کړې، خو ځايي چارواکو دوی نامسوول وسله‌وال وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x