غاښونه ناپاکه ساتل مو د سرطان په ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) په امریکا کې د یوې ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي هغه څوک چې روزانه غاښونه نه پاکوي د سرې غاړې سرطان سره مخ کیږي.

د سرطان په نوم ژورنال په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د غاښونو ناروغیو څیړنه پر ۲۲ لکه کسانو باندې وشوه، چې که څوک روزانه غاښونه پاک نه کړي ډیر زر به د غاښونو له مختلفو ناروغیو سره مخ شي، او همدغه لامل کیدی شي چې په سره غاړه کې موجودو بکتریاو له کبله په انسان کې د سرطان ناروغي ۲۱ سلنه زیاته شي.

د څیړنې پر اساس معلومه شوه چې د غاښونو ناروغي د سرې غاړې سره ژوره لاره لري چې په دې کې موجودې بکتریاوې په چټکۍ سره منفي اثر کوي او هغه بکتریاوې کومې چې د حلق نه تر معدې پورې لاره لري د سرطان ناروغۍ لامل کیږي.

د نیویارک د یوه طبي پوهنتون استاذ جیونګ آهن ویلي دي چې د سرې غاړې سرطان په عامه توګه د نورو سرطان ناروغیو په نسبت په اتم نمبر دی، خو ددې سرطان ستونزې د نورو به نسبت ډیرې دي، ځکه چې د سرې غاړې سرطان تشخیص کول تر هغې ممکن نه دي تر کومه چې دغه ناروغي وروستي او سخت پړاو ته ورسیږي.

پروفیسر جیونګ آهن زیاته کړه: په تیرو پنځه کالونو کې په نړۍ کې ددغې ناروغۍ څخه د ژغورل شوو شمیر له ۱۵ څخه تر ۲۵ سلنه دی چې نور ۸۰ سلنه یې د مرګ له ګواښ سره مخ شوي دي، د سرې غاړې سرطان ژوند ګواښونکې ناروغي ده چې د مخنیوي لپاره باید له چټکې درملنې څخه کار واخیستل شي.