افغانستان

تخار: د کلفګان ولسوال سره له اتو ملګرو مسموم شوي

 نن ټکی اسيا: د تخار ولايت څخه راغلي خبرونه وايي چې، د کلفګان ولسوالۍ ولسوال نور احمد سره له خپلو اتو کارکوونکو د يو نا پيژانده ليک تر خلاصولو وروسته مسموم شوي دي.

خبر زياتوي چې، ولسوال ته داسې يو ليک راغلی و، چې د افغانستان، تخار، کلفګان او افريقا نومونه پرې کښل شوي وو او د ولسوالۍ يو کارګر خلاص کړ، له دې درې ساعته وروسته دغه کسان مسموم شول. په مسوم شويو کسانو کې د ولسوالۍ اجرايي مدير، اداري مدير، د مخابرې مدير، دقريه جانو مدير د زراعت مدير او ځينې نور غړي شامل دي. مسموم شوي کسان د تالقانو مرکزي روغتون ته وړل شوي دي او د روغتون کارکوونکي وايي چې، د ټولو مسموم شويو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی. دپيښې مسؤوليت تر اوسه هيڅ ډلې ندی منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x