افغانستان

لاريونوال: د مقر امنيه قوماندان د نشه يي توکو قاچاق او مرموزې وژنې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د دغه ولسوالۍ د امنيه قوماندان پرضد لاريون وکړ.

لاريونوالو تور پورې کړ، چې امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد په يو شمير مرموزو وژنو او د نشه توکو په قاچاق کې لاس لري.

لاريون کوونکو ويل، دغې ولسوالۍ ته د امنيه قوماندان “حاجي محمد” په راتلو سره مرموزې وژنې زياتې شوي چې په ډېرو کې يې نوموړی ښکېل دی.

لاريونوالو د هغو ۲۳ کسانو لېست له ځان سره راوړی و چې په خبره يې د دغه قوماندان د دندې پر مهال وژل شوي او په  وژلو کې يې د هغه لاس دی.

لاريون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او له حکومت نه يې غوښتنه کوله چې امنيه قوماندان دې له دندې ګوښه کړای شي.

د لاريونوالو له ډلې يو تن نعيم الله رسنيو ته وويل، امنيه قوماندان غل دی، بدمعاش دی، له خلکو پیسې اخلي، قمار وهي او د وژنو سربيره د نشه يي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.

تر دې وړاندې هم د نشه يي توکو په قاچاق او د انسان تښتونکو يو شمېر پېښو کې امنيتي چارواکي تورن شوي دي.

څو مياشتې مخکې د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي و، چې د کاپيسا د خلکو استازي اغاجان سعيدي په موټرو کې يې نشه يي توکي نيولي دي، چې غوښتل يې له کاپيسا څخه يې کابل ته ولېږدوي.

له هغې وړاندې د هلمند والي حيات الله حيات ويلي و، د ولسواليو ګڼ امنيه قوماندانان د نشه يي توکو په قاچاق او کاروبار بوخت دي، چې د زورواکو ملاتړ له ځان سره لري خو دی يې د ليرې کولو توان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x