د بیت المقدس لپاره «اردوګان» د اسلامي کانفرانس سرمشریزه غونډه را وبلل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د اسلامي کانفرانس غړي هیوادونو ولسمشران ترکیې ته وربللي دي تر څو بیت المقدس ته د امریکې د سفارت انتقال او دغه ښار د پلازمینې په حیث پيژندلو پر ضد غونډه وکړي او ټول اسلامي هیوادونه ددغه سي یوې کړنې پر ضد متحد شي.

د ترکیې د ولسمشریزې ماڼۍ ویاند «ابراهیم کالین» رسنیو ته نن د چهارشنبې په ورځ وویل: «رئیس جمهور د اسلامي کانفرانس هیوادونو سرمشریزه غونډه را بللې ده تر څو یاد هیوادونه په منظم او متفقه توګه د وروستیو جریاناتو په اړه موقف ونیسي».

اردوګان ددې تر مخه هم د امریکې پر ضد کلک موقف ونیوی او ټرمپ ته یې په خطاب کې وویل: زه ټرمپ ته وایم، قدس شریف د مسلمانانو لپاره سره لیکه ده، که د اسرائیل پلازمینه وبلل شي، مونږ به دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کړو.

نوموړي همداراز ویلي وه چې د ټرمپ د اعلان وروسته به د اسلامي هیوادونو غونډه را وغواړي او اسلامي هیوادونه به ددغه سي یوې کړنې پر ضد په فعالیت راولي.

باید وویل شي چې امریکايي رسنیو د امریکايي جګپوړو چارواکو له خولې ویلي چې ټرمپ اراده لري نن د چهار شنبې په ورځ په یوه ځانګړې وینا کې بیت المقدس د اسرائیل ابدي پلازمینه وبولي او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د انتقالولو اوامر صادر کړي، نوموړي په همدې موخه په تیرو ورځو کې د اسلامي هیوادونو د یو شمیر ولسمشرانو او پاچاهانو سره خبرې هم کړی چې هغوی ټولو ورته خپل مخالفت څرګند کړی خو ویل کیږي چې د ټولو مخالفتونو سربېره به ټرمپ خپل له پریکړې څخه پر شا نه شي.



یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    بیت المقدس په فلسطین کی د لور او مور مثال لری . کله چه یهودو فلسطین ونیولو چه بیت المقدس هم په مقبوضه برخه کی قرار لری ، ترکیه او نور ټول عربی هیوادونه د یو څه ناکامو جنګو وروسته چه مشرانو ته یی امریکا او اسراییلو په بیلونو ډالرو ورکړل د سفارتو په کچه یی وسره دیپلوماتیکی اړیکی ټینګی کړی مګر نن وایی چه که یهود بیت القدس ته پایتخت رانقل کړی مونږ به ورسره ټولی دیپلوماتکی اړیکی قطع کړو .
    دا څومره منافقانه لاپی دی فلسطین چه نیول شوی فلسطین د مور حیثیت لری د مور په نیولو پروا نه کوی چه ډیپلوماتیکی اړیکی ولری دیپلوماتیکی اړیکی یعنی اسراییل مو په رسمیت پیژندلی مګر اوس چه پایتخت بیت المقدس ته رانقلو دیپلومنیکی اړیک ورسره جنګوی .
    د اسراییلو معقول ځواب : اسراییل وایی تاسی مونږ د یو رسمی هیواد په حیثیت پیژندلی او بیت المقدس مو د هیواد له ښارونو څخه دی که ستاسی د عبادت مسحد ورپکی دی زمونږ سنیګال او یا د عیسویانو کلیسا هم په عین مقطع کی قرار لری مونږ د چا عبادت خانی که زمونږ سکوریرتی ته خطر او ضرر نه وی نه بندوو لکه اوس چه دی هغه وخت به هم وی زمونږ هیواد دی خوښه مو چه شرق کی که غرب کی پایتخت جوړوو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.