آيا کوم کسان چي ځانونه د علامه رشاد لارويان بولي، په رشتيا د هغه پر لار روان دي؟

عبدالمالک همت

درنو لوستونکو ! لاندي ليکنه ما د حضرت علامه رشاد رحمة الله عليه د وفات په دوهمه ورځ ليکلې، خو نه پوهېږم چي کومي رسنۍ به خپره کړې وي. څنګه چي يې متن اوس هم د پام او بياځلي د خپرېدو وړ باله سي، ځکه يې نو يو وار بيا درته وړاندي کوم. په درناوي .

لكه چي تاسو هم خبر ياست حضرت علامه اكادميسين پوهاند عبدالشكور « رشاد » رحمه الله وړمه ورځ د ۱۳۸۳ ل. كال د لېندۍ د مياشتي پر ( ۱۱) چي د ۱۴۲۵ س. كال د ذي القعدې د مياشتي له ( ۱۸) او د ۲۰۰۴ ع. كال د ډسمبر د مياشتي د لومړۍ نېټې سره سمون خوري د غرمې پر ۱۲بجو او دېرشو دقيقو د ( ۸۳) كالو په عمرد كابل په وزير اكبر خان روغتون كي په دې نړۍ كي د خپل علمي او ادبي ستر رسالت تر بشپړولو او تر سره كولو وروسته له دې بې بقا نړۍ څخه تلپاتي نړۍ ته ولېږدېدى. انا لله وانا اليه راجعون.

د افغانانو او ختيز د دې ستر او فاضل منلي پوهاندد پوهي او فضل په هكله به كتابونه وليكل سي. دلته د هغه پر علم او علمي كارنامو باندي د بشپړو تبصرو مجال نسته. زه په لنډو جملو كي هغو كسانو ته چي ځانونه د هغه د سپېڅلي لاري لارويان بولي وايم كه په رشتيا د هغه د لاري لارويان ياست او د هغه اروا خوښه ساتئ او سياست او تشي خبري نه وي، نو كوښښ وكړئ چي ځانونه د هغه غوندي په علم او ادب او علمي فضايلو وپسولئ او د هغه غوندي اند او ژوند خپل كړئ. د هغه غوندي د دې خوار او ځپلي خو له آره پتمن او غيرتي ولس په غم او درد په رشتيا سره غمجن سئ، د پردو په چلونو د هغه غوندي سرخلاص كړئ او د خپلواكو او خپلي ارادې د څښتنو وګړو غوندي كړنه وكړئ.

تاسي پوهېږئ چي دغه يو حضرت رشاد پر تاسي څونه حق لري ؟ نو په دې هم وپوهېږئ چي د دې هيواد هر پوه او هر عالم چي شمېر يې بېخي ډېر هم دى پر تاسي باندي دغونه حق لري او هر يوه زموږ او ستاسي لپاره په لږ وډېر تفاوت دغونه زيارونه ګاللي او دا خاوره او افغانولي او زموږ دود او هڅوب يې موږ ته د يوه ستر امانت غوندي په ميراث پرې اېښى دى. موږ ته ښايي چي د يوه مرد افغان او يوه پوه او متمدن او د پاك وجدان د څښتن او بامسوويته وګړي په څېر د هيواد د تاريخ په دغسي حساسو شېبو كي خپل تاريخي مسؤوليت درك كړو او د وطن د مور حق لكه څنګه چي ښايي هغسي ادا كړو او چي كله د حضرت رشاد غوندي د خداى حضور ته ورسو داسي ونه سي چي نه مو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم شفاعت كوي، نه مو زموږ شهيدان شفاعت كوي او رشاد صاحب هم راڅخه خفه وي او د وطن مورمو د خداى جل جلاله حضور ته ور كش كړي او له موږ څخه ورته په غاو او شكايت سي او خلك مو د خداى په حضور كي ووايي چي لويه خدايه زموږ دغو پوهانو د دې پر ځاى چي زموږ خدمت وكړي او موږ هوسا كړي د پردو غليمانو او د هغو د لاسپوڅو چوپړ يې واهه له دې امله يې زموږ د خوارۍ او زهره تركۍ موجبات برابر كړي وه او موږ له دوي څخه خوښ نه بلكي زموږ حقونه ځني غواړو. په هغه صورت كي به څونه د حسرت او شرمندګۍځاى وي خداى مودي له دغسي حاله وساتي آمين .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.