نړۍ

سوډان: د م م پر بيس وسلوال بريد کې ۱۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سوډان: د م م پر بيس وسلوال بريد کې ۱۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسيا: د سوډان ختيځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو پر يو مرکز وسلوال بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۸ کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.
عربي رسنۍ وايي، چې پرون د جمعې په شپه له درې سوو زياتو وسلوالو بريدګرو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر يو کمپ وسلوال بريد وکړ.
خبر کاږي، چې، بريد کې ګڼو ښځو او کمکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوډان روغتيايي چارواکي وايي چې، د ډېری ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
سوډان کې د ملګرو ملتونو استازی ډوبي لينزر وايي چې، پدغه کمپ کې شاوخوا پنځه زره کډوال ژوند کوي او د بريد پر مهال ځوابي ډزو کې لس بريدګر هم وژل شوي دي.
له پيښې وروسته ګرد سوډان کې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو او کمپونو امنيت ټينګ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x