افغانستان

 اجراییه رییس: د وارداتي برېښنا پر ځای تولیدي برېښنا ته لومړیتوب ورکوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د مخکېني حکومت د پالیسۍ ډېر ټینګار په وارداتي برېښنا و؛ خو د ملي یووالي حکومت دغه پالیسي بدله کړې ده او پر ځان بساینه، د کورنیو اوبو مهار او د بندونو روغول یې لومړیتوبونه دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د کندهار د ّډهالې بند د پراختیا، د پلخمري بند د پراختیا او د دروازو د بیارغونې او د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو مېګاه واټ لمریزې برېښنا د جوړېدو د تړونونو د لاسلیک کولو په غونډه کې وکړې.

اجراییوي مشر د سلما، کمال خان، بخش اباد او نورو بندونو ته په اشارې وویل، چې دغه ټول اقدامات د همدې پالیسۍ په رڼا کې ترسره شوي دي.

ده وویل، د پکتیا د مچلغو بند د جوړېدو تړون به هم ډېر ژر د روسیې یوې کمپنۍ سره لاسلیک شي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني نننۍ غونډې ته وویل، چې په درې واړو برېښنا بندونو ۷ میلیونه ډالر لګښت راځي، چې د کندهار د ډهالې بند د پراختیا د مطالعاتو هوکړه لیک د 2.2 میلیونه ډالرو، د پلخمري بند د بیارغونې تړون د 2.2 او د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د لمریزې برېښنا تړون د 2.8 میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.

د عثماني په خبره، د اوبو تنظیم او د بندونو رغول د حکومت په لومړیتوبونو کې راځي او د نړیوالو اوصولو په رڼا کې د افغانستان اوبه مهاروي.

ده وویل، د برېښنا په برخه کې خصوصي سکتور پانګونه پیل کړې او غواړي د اوبو د مهار او ښه تنظیم په موخه خصوصي سکتور د پانګونې زمینه برابره کړي.

د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر د تولیدي برېښنا ډاډ داسې مهال ورکوي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د شمالي ولایتونو ډېره برېښنا وارداتي ده او له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه وارد شوې ده.

عثماني: ځواکمنه مافیا د سترو برېښنا بندونو د جوړولو مخالفت کوي

افغانستان هر کال یادو هېوادونو ته ۲۵۰ میلیونه ډالر یوازې د برېښنا بیل ورکوي، چې نیمايي پیسې یې هم له عوایدو څخه نه راټولېږي.

په هېواد کې د برېښنا کوټونو د جوړولو پراخه سرچینې شته؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله کورنیو سرچینو ته پاملرنه نه کېږي.

تېره اوونۍ د اوبو او برېښنا وزیر په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې په حکومت کې ځینې کړۍ نه غواړي چې په هېواد کې برېښنا کوټونه جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x