ټرمپ د اسرائیل پلازمینه «بیت المقدس» اعلان کړه / بشپړه ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټرمپ نن د چهارشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ده او زیاته یې کړه چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی تر څو د امریکا سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي.

نوموړي وویل: ما پرېکړه کړې چې نور باید بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه وبلل شي، پخوانیو امریکايي ولسمشرانو دا موضوع یوه انتخاباتي وعده بلله خو هیڅ کله یې عملي نه کړه، دا دی زه یې عملي کوم او فکر کوم چې دا کار به د امریکا په مصلحت وي او هم به د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې لپاره ګټور وي.

نوموړي وویل چې اوس هم دا پرېکړه ډېره ځنډېدلې، ځکه چې اسرائیل یو ازاد هیواد دی، حق لري چې کوم ښار د ځان لپاره د پلازمینې په توګه انتخابوي.

نوموړي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې ویلي، تر څو د امریکا سفارت انتقال کړي او زیاته یې کړه چې د نوي سفارت د جوړېدو لپاره به انجینران په کار پيل وکړي.

ټرمپ وویل چې د امریکا کانګریس په کال ۱۹۹۵ د بیت المقدس په اړه پرېکړه کړې او هغه یې د اسرائيل پلازمینه بللې خو پخوانیو ولسمشرانو دومره «زړورتیا» نه درلوده چې دغه قانون عملي کړي، کیدای شي هغه وخت به څه مجبورۍ وې.

نوموړي وویل چې په دې کار د فلسطینیانو او اسرائيل تر منځ د سولې په تړاو د امریکا په موقف کې تغییر نه دی راغلی او نه هم د وروستیو سرحدونو ټاکلو په اړه څه پرېکړه شوې.

او زیاته یې کړه چې په راتلونکو ورځو کې به دده مرستیال مایک پنس منځني ختیځ ته سفر وکړي تر څو په سیمه کې د امریکا د ملګرو هیوادونو سره وویني او هغوی ته څرګنده کړي چې امریکا د سخت دریځۍ پر وړاندي پر خپل موقف ولاړه ده.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

ټرمپ خو د سپی ورور ده, او غپا د سپی عادت ده خو پدی سره يې د امريکا هغه لږ پاتی نړيوال حيثيت يې هم له منځه يوړ. هيچا يې غږ بدرګه نکړ. له ټرمپه څه ګيله. ګيله خو د اسلامی نړۍ له مشرانو پکار ده. ددی پر ځای چې د بيت المقدس مسله د ټول امت شريکه وګڼی, په مدافعينو يې د ترهګرو نوم ږدی. زه خو وايم چې د سعودی هغه چوپړن مفتی به هم د ټرمپ دی کار ته مصلحت وواېې. ای صلاح الدينه!!!!!! چيرته يې ای د عصر عمره چيرته يې. نن خو د مسلمانانو مشری… نور لوستل »