افغانستان

وزیري: دولت د اربکیانو  سربېره نوې ملېشه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د دفاع وزارت له لوري نوي منطقوي ځواکونه جوړېږي؛ خو له اربکیانو سره به توپیر ولري.

د ده په خبره، په دغه نوې ملېشه کې به هغه کسان نیول کېږي، چې په ملي اردو کې یې خدمت کړی وي او یا یې ترخیصونه اخیستي وي.

ده ډاډ ورکړ، چې په نوې ملېشه کې به د سیمه‌ییزو قومندانانو او زورواکانو لاسوهنې ته اجازه ورنه کړي او قومندانان به یې د ملي اردو برحاله افسران وي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، د نویو منطقوي ځواکونو طرحه ولسمشر غني هم تایید کړې او د دغو ځواکونو د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي.

د یاد وزارت مسوولین وايي، نوي منطقوي ځواکونو شمېر به ۲۰زرو ډېر وي او د ملي اردو د عسکرو په څېر به له تجهیزاتو او وسایلو برخمن وي.

د نویو منطقوي ځواکونو دنده به د هغو سیمو ساتل وي، چې د ملي اردو له خوا د طالبانو نه بېرته نیول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت څو کاله مخکې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اربکیانو په نوم ملېشې جوړې کړې، چې اوسمهال په غلا، چور چپاول او غیر قانوني کړنو کې ښکېل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

هغه نوی داعشی ملیشی دی ، د حکمتیار د قوماندی لاندی به پخوانی اربکان ، حزبیان او ځینی د قطر او اماراتو په نامه په پاکستانی د بلیک واتر په نامه هم ورسره شریک کړی یعنی نوی ملیشی به د ګلبدین په مشری ( اوسنی اربکان ، داعشیان او بلیک واتر ) وی . د کفارو زړه دی چه افغانان پر افغانانو یا پاکستان او هند په مسلمانانو ووژنی هغوی ته به کم معاش ورکوی او که هغوی کومی سرغړونی هم کولی بدنامی به ییی د امریکایانو نه وی . هڅه لری چه د افغانستان مظلوم اولس لا پسی فقیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x