نړۍ

شاهد: د مذاکراتو لپاره مو دروازې خلاصې دي، پر عامه ځايونو چاودنې او بريدونه زموږ کار ندی

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي، چې، دوی د مذاکراتو دروازې ندي بندې کړي، بلکې حکومت دې د مذاکراتو لپاره جدي اقدامات وکړي.
شاهد و ويل، چې دوی په هر صورت کې د شريعت پابند دي، پر ولسي ځايونو بريدنه او چاودنې د دوی کار ندی او يوازې پر حکومتي ځايونو او ځواکونو به دفاعي بريدونه کوي.
شاهد زياته کړه، چې د څلويښت ورځني اوربند پر مهال حکومت د دوی ۲۰۰ ملګري نيولي او پنځوس يې وژلي دي.
د يو سوال په ځواب کې شاهد و ويل، چې پاکستاني حکوت سره اوربند د شريعت مطابق وه او ټولو خلکو يې اغېز وليدلو، مګر موږ، چې په کومو شرطونو اوربند کړی وه، حکومت يو هم پوره نکړ.
شاهد زياته کړه، چې، جګړه وي که سوله، سختي وي، که اساني؛ دوی شريعت ته ژمن دي.
شاهد و ويل، چې حکومت د اوربند هيڅ درنښت ونکړ او د اوربند پر مهال يې د دوی ۲۰۰ ملګري نيولي او پنځوس يې و وژل؛ مګر دوی بيا هم خپله حوصله له لاسه ورنکړه.
شاهد وايي، چې د پاکستاني طالبانو تر منځ هيڅ شخړې نشته او جګړه يوازې د څو کسانو تر منځ شخصي جګړه وه او د هغو تر منځ هم اوس سوله سوې ده.
شاهد وايي، پاکستانی حکومت دې مذاکراتو کې خپل اخلاص ښکاره کړي او د سولې او امنيت په موخه دې خبرې اترې روانې وساتي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x