fbpx

قدس او نامقدس سفارتونه!/ وحید الله مصلح

عربي او ګرده اسلامي نړۍ د عربي او عجمي نشنېلېزم، سکولرېزم، سلطنتونو او ديکتاتوريو په پېچ و خم کې بالاخره د نوسان پر هغه پرېوتي مقعر قوس غورځېدلې چې نور په کې د قدس قضيې ته د صلاح الدين او عبدالحميد شاهيني نظرونه او الوت يو نه باورېدونکی تاريخ دی، دوی ته نور د قدس قضيه کاملاً اسرائيلي هویت او مالکيت ښکاري… دا د لارنس لاشخوران، چې له کله پر اسلامي نړۍ مسلط شوي، نو تل يې بهرنيانو ته په غلامۍ کې منډه کړې او پر خپلو ملتونو يې مستبده منډه… دوی له لومړيه د همدې لپاره پادشاهان او ديکتاتوران شول چې د ملتونو ارادې وځپي، په اسلامي نړۍ کې د ملتونو هغه ويښتيا، چې افغان سيد جمال الدين له هنده تر ترکيې او مصره پرې ژوند دمې ته نه پرېښوده او بيا يې تسلسل ته امام حسن البنا د نسل روزنې ته تابيا ونيوله، د لويديز لپاره يو سټراټيژيکه موخه وه، دوی د همدغسې بيداريو مخه د لارنس پر حرمونو او نظامي ديکتاتورانو ونيوله، هلته چې ملتونه له ۱۹۲۰ راپدېخوا د يوې کورنۍ په واک او يوه جنرال په څپېړه مسلسل غورځېدلي نو دغسې ملتونه به د خپلو زعامتونو ننګه څنګه وکړي؟ او زعامتونه به په دې حد کې پر دوی کوم حساب وکړي؟ دا اړيکه شعوري همداسې سپکه او کشمکش کې راغلې ده، غرب په عربي منطقه کې له ملتونو همدغسې شکېدلو قيادتونو ته اړتيا لري، د همدې لپاره يې دا نانځکې د منطقوي لوبو لپاره تل سينګار کړي ساتلي، له ۲۰۱۲ راوروسته مرحله کې له يوې خوا دا تپل شوي قيادتونه نور د عمرونو په اتيايمو او نويمو کې بېخي سوليدلي او لوېدلي وو او له بلې خوا لويو سيناريو ګانو د تطبيق زمينه غوښته چې تر ټولو مهم يې د اسرائيل تلپاتې مصئونيت او د لوی اسرائيل تدريجي پر مختګ او دا چې بيت المقدس دې د اسرائيل پايتخت وي، وو. نو يو اړو دوړ پيل شو، ملتونو په کې له خپله انده د ولسواکۍ او خپلو حقونو په ننګه قيامونه وکړل، خو ډېر زر غرب د خپلو لاسپوڅو جنرالانو په واسطه دوی پر جنګ واړول، هغه ثقيلان چې بايد د فلسطين او قدس په ننګه غړمبېدلی، دا د لسيزو ديکتاتورانو پر خپلو ملتونو وورول او دا ټوله سناريو غرب په دې شکل خرابه کړه. نن د عربي هېوادونو په بې ثباتۍ، ګډوډۍ او جنګ کې اسرائيل تر بل هر وخت محفوظ دي، هغوی اوس کولای شي چې په نړيواله لابي او امريکايي سرپرستۍ کې د هېوادونو سفارتونه بيت المقدس ته انتقال کړي، که نه حتی د سايکس پېکو په هغه شرمېدلي تړون کې چې فلسطين يې په کې تجزيه او در په در کړ هم دا يادونه شته چې بيت المقدس او حتی فلسطين به په بين المللي قيموميت کې پاتې وي. خو امريکا نن په خپل وران هوډ کې سفارت همدغسې يوې اشغال شوې سيمې ته انتقالوي… دروغ دي هغه د ازادۍ او برابرۍ چغې، د يو مسلمان او يو يهود په منځ کې نړۍ بې نياوه ده، عدل نه کوي، صهيونېستانو د نازي هټلر له عتابه د عثماني خلافت په حدونو کې د سر خير وغوښت او پای يې په کې د هرتزل خوبونه دې مردار انجام ته ورسول، دې له شرقي اروپا راتښتېدلو صهيونېستانو د نړۍ تر ټولو لويه حرام نمکه معامله وکړه…

شړېدلې اسلامي نړۍ!

دا خو د قضيې بهرنی اړخ دی، په داخلي لحاظ چې مسلمانان څرنګه شړيدلي او څومره يې اړيکې سستې او ارزښتونه اوبه شوي دا يو لوی عذاب دی چې مسلمانان يې په اجتماعي ډول زغمي، دا غميزه سخته ورکوونکې او ډېره اوږده شوه… نن مسلمانان د سردارۍ له مقامه دغسې ويشلي او سره په شخړه ټپرېدلي روان دي. نن که په افغانستان کې افغانان د ملت په توګه د جنګ په تناره کې سوځېږي نو د اسلامي نړۍ ډېری هغه يې په غم شريک نه دي، او نن که په سوريه او يمن کې ملتونه پر اور نڅېږي نو زما او ستا او هغه يې پرې څه؟ دا خو هغه لارښوونه نه ده چې اسلام مونږ ته راښودلې، دا مونږ څومره له خپلو ارزښتونو وشکېدلو؟ دا مونږ څومره سره پردي شو؟ مونږ خو پخوا داسې نه وو، زمونږ محمود غزنوي او احمد شاه بابا خو به د مسلمانانو د ژغورنې په خاطر د سومنات او پاني پت سوبې راوړلې، د تاريخ هغه موړ څومره وياړلی وو، مونږ څومره عزتمن وو، او همداسې نوميالي نور ملتونه هم وو…

افغانستان او د قدس قضيه!

نن چې د قدس قضيه د ترکيې، اردن او مراکش پرته په نورو هېوادونو کې دغسې سړه غبرګه شوه، دا حالت د دې ټولو فکتورونو زېږنده دی، د افسوس ځای خو دا دی، چې زمونږ په هېواد کې د ملي وحدت په ۵۰ سلنه وېش کې خارجه وزارت له جمعيت اسلامي سره دی، هغه چې تنظيمي اساسنامې يې د اخوان لسګوني ارکان غوټ راغستي، په دې حاده مرحله کې د دوی مسئوليت څه دی؟ دوی خو بايد لږ تر لږه په داخلي لحاظ د اسلامي نړۍ د قضيو په اړه سخته لابي کولای، بهرنيو چارو وزارت بايد د قدس په اړه سخت خو مناسب ډيپلماټيک غبرګون ښودلی وای او په لابي کولو سره يې ارګ هم دېته تشويق کړی وای، چې موقف ونيسي، خارجه وزارت بايد د قدس په ننګه د راټولېدونکو هېوادونو له کرښې سره يو ځای شوی وای او په دې اړه يې بايد په نړيواله کچه خپل ديني مسئوليت ادا کړی وای. خو له بده مرغه د دې کرښو تر ليکلو پورې مونږ د خپل حکومت کوم غبرګون نه دی کتلی.

په هر صورت که امريکا او ټوله نړۍ قدس ته سفارتونه يوسي، دا نړۍ به په راتلونکي کې حتماً د مسلمانانو سرداري يو ځل بيا تجربه کوي، دا هر څه به بيا سم شي، هلته به بيا د دوی دا سفارتونه د فلسطين په پلازمېنه بيت المقدس کې د فلسطین لپاره وي، اسلامي تمدن د هر ځل غورځېدو وروسته پاڅېدل او په قوت پاڅېدل ډېر تجربه کړي، تاريخ په دې شاهد دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د