اسرائیلی تلویزون: د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه د سعودي او مصر سره په تفاهم شوې / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اسرائیل لسم نمبر خبرې چینل په یوه پروګرام کې د چارو یوه کارپوه وویل چې د ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه اعلانول د مصر او سعودي سره په تفاهم کې شوی.

نوموړي وویل چې د یادو هیوادونو له لوري غندنې غیر جدي دی، او په وینا یې که چیري په سیمه ییزه توګه د ټرمپ او سعودي، مصر تر منځ تفاهم نه وای، هیڅ کله به نوموړي دا قدم نه وای اوچت کړی.

هغه زیاته کړه چې فلسطینیان ددغه پریکړو او په سیمه کې د نوي تغییراتو له وجي لوی قیمت پرې کوي، د ایران پر ضد د سعودي را پاڅېدل، د سني هیوادونو ایتلاف جوړېدل وغیره، اوس په نړۍ کې څوک هم د فلسطین په اړه خبرې نه کوي، بلکې ایران، سعودي، سوریه، روسیه وغیره تر بحث لاندي دي.

نوموړي وویل چې عربي هیوادونو که څه هم د ټرمپ اعلان غندلی دی خو دا به یوازي په خوله غندل وي، هیڅ کله به جدي مرحلې ته ونه رسیږي.

باید وویل شي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ نن اعلان وکړ چې بیت المقدس به نور د اسرائیل رسمي پلازمینه وي او دوی به ورته خپل سفارت هم انتقال کړي.

اسرائیل د ټرمپ دغه اعلان د خوښۍ وړ بللی خو د عربي او اسلامي هیوادونو حکومتونو دغه پرېکړه غندلې او په ځینو هیوادونو کې لاریونونه هم پیل شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د