د زنا جُرم

zinaزنا په سترو ګناهونو کي زياته بده ګناه ده، په بې حيا کارونو کي تر ټولو ستره بې حيايي ده، او په هلاک کوونکيو اخلاقي رنځونو کي تر ټولو رژوونکی رنځ دی. يوه داسي ګناه ده چي دانسان غیرت او مېړانه له مېنځه وړي، دپاک لمنۍ ځای بدلمنۍ او دوقار ځای بربنډتوب ته سپاري،  بدرنګي او بدنامي يې حياء شړي، دا دزنا جُرم دی چي انسان له نعمتونو بې برخي کوي، زهر ورباندي څښي،

ستونزي او پرېشانیوي ورته زېږوي او دهغه راتلونکی له سختو کړاوونو او ځورونو سره لاس او ګرېوان کوي په حدیث شریف کي راځي :

إن الله كتب على ابن آدم حظه من الزنا . أدرك ذلك لا محالة . فزنى العينين النظر وزنى اللسان النطق  والنفس تمنى وتشتهي  والفرج يصدق ذلك أو يكذبه (رواه مسلم)

الله تعالی د هر انسان لپاره له زنا څخه يوه ونډه ګرزولي ده چي ضرور يې مومي ، نو دستر ګو زنا کتل دی، دژبي زنا خبري دي، دانسان نفس ارزو او شوق لري خو د هغه تناسلي آلت يې يا خو رېښتيا کوي او يا يې درواغ کوي.

لکه څرنګه چي مو وویل زنا داسي بد ترین جُرم دی چي دټولني دافرادو حياء له مېنځه وړي، ځکه خو يې اسلام په کلکه مخنېوی کوي نه يوازي داچي زنا يې حرامه ګرزولي ده بلکه ټول هغه وسائل چي انسان د زنا د جریمې د ارتکاب لورته تشوېقوي هغه يې هم ټول حرام ګرزولي دي الله تعالی فرمايي :

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آَبَائِهِنَّ أَوْ آَبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) سورة النور

مؤمنانو نارينه ؤ ته ووايه چې خپل خپل نظرونه ښكته وساتي او د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي، دا كار دهغوى دپاره ډېر پاك دى، يقيناً الله ښه خبر دى په هغو كارو چې دوى يې كوي  – او مؤمنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او خپل سينګار دې نه ښكاروي پرته له هغه چې په خپله راڅرګند شي او په خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، وروڼو ته، د وروڼو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو خاصو ښځو ته، خپلو مريانو ته يې، خپلو هغو لاس لاندې نارينه ؤ ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پټو خبرو باندې نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې دهغوى پټ كړى سينګار څرګند كړى شي، او اې مؤمنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ ددې دپاره چې برى درپه برخه شي .

اسلام هغه مېړانه ستايي کومه چي يو نلرېنه يې دځان او ناموس دساتني لپاره کاروي او هغه دهوسي په کلکه غېندي څوک چي بدلمنۍ ته په خوپل کورنۍ کي ځای ورکوي، اسلام ددې لپاره زنا کول حرام ګرزولي ده چي دټولني دافرادو عزتونه او ناموسونه وساتل شي، نسبونه يې ګډوډ نشي او دحيا څادر دټولني په افرادو تل غوړېدلی وي. زنا د قرآنکرېم په قطعي دلائلو اونصوصو ، په صحېح أحادیثو، دعلماوو په اجماع او اتفاق حتی چي دټولو ادیانو په اتفاق حرامه ګرزولي شوي ده

وَٱلَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهَا ءاخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلاَّ بِٱلْحَقّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ يَلْقَ أَثَاماً (67)يُضَـٰعَفْ لَهُ ٱلْعَذَابُ يَوْمَ ٱلْقِيـٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَاناً (68) إِلاَّ مَن تَابَ وَءامَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَـٰلِحاً  (70) سورة الفرقان

او هغوى چې الله تعالى سره بل خداى نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله تعالى حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي –  دهغه دپاره به د قيامت په ورځ عذاب دوه ګون كړى شى او همېشه به پكې خوار ذليل پروت وي  – پرته له هغه چاچې توبه وباسي، ايمان راوړي او عمل وكړې، نېك عمل، نو دا خلك چې دي الله تعالى به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله تعالى بخښونكى مهربان دى .

الله تعالی په قرآنکرېم کي مسلمان زنا ته له نژدې کېدلو څخه ژغوري پدې معنا چي له هغو پاروونکيوشیا نو لېري واوسي کوم چي هغه د زنا په ارتکاب ورپوري وهي فرمايي :

قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (151)  سورة الأنعام

ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې خپل رب مو در باندې حرام كړي، داچې هيڅ شئ به نه ورسره شريكوئ، له مور و پلار سره به ښېګڼه كوئ، د نېستۍ له امله به خپل اولادنه وژنئ، تاسو او هغوى دواړوته موږ روزي دركوو بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنږدې كيږئ، داسې كس مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه. په دې سره الله تاسوته حكم كړى چې له عقله كارواخلئ .

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا (32) سورة الإسراء

او زنا ته مه نژدې كېږئ هغه بېشکه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده.

زنا یو داسي دخطر زنګ دی چي ټول بشریت ته يې ګواښ متوجه کړی ، داسي بې درملني ناروغیوي يې بېښي کړي چي ددې پرمختللي ټکنالوژۍ په عصر کي يې لا تراوسه بشپړعلاج ندی موندل شوی لکه، جريان، اېډز، دحافظې دځواک له مېنځه تلل، سوزاک (سفلیس) او جلدي ناروغېوي اونوري داسي ناروغیوي چي الله تعالی يې مرتکبین ورباندي اخته کړي او چي پخوا نه چا لېدلي وې او نه يې پېژندلې.

عن عبد الله ابن عمر قال قال صلى الله عليه وسلم : يامعشر المهاجرين خمس خصال أعوذ بالله ان تدركوهن ماظهرت الفاحشة فى قوم حتى أعلنوا بها الا ابتلوا بالطواعين والاوجاع التى لم تكن فى أسلافهم ومامنع قوم زكاة أموالهم الا منعوا القطر من السماء ولولا البهائم لم يُمطروا، ومانقص قوم المكاييل والموازين الا ابتُلوا بشدة المؤونة وجور السلطان ،وما اخلف قوم العهد الا سلط الله عليهم عدوهم فأخذ بعض مافى أيديهم ومالم تحكم أئمتهم بكتاب الله إلا سلط الله بعضهم على بعض ( ابن ماجة  وصحیح الترغیب)

عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : اې مهاجرینو! پنځه عادتونه دي چي  الله تعالی مو ورځيني وساته :

په يوه قوم کي چي بدلمني داسي ښکاره شي چي په ډاګه يې کوي الله تعالی به يې په وباګانو او داسي خوږو (دردونو) اخته کړي چي دهغوی په تېرو نسلونوکي به نه وو.

يوڅوک چي له خپلو شتمنیو څخه دزکات ورکول بند کړي دباران څاڅکي ورباندي بند شي او که څاروي نه وای هېڅ به ورباندي اورېدلی نه وای.

کوم قوم چي په تول او پېمانه کي کمښت راولي الله تعالی به يې په تنګلاسي او دپاچا یا واکمن په ظلم اخته کړي.

اوکوم قوم چي کړي وعدې نه پالي الله تعالی به داسي دښمن ورباندي وګماري چي دهغوی هرڅه به لوټوي .

او څوک چي خپلي پرېکړي دالله نعالی په کتاب نکوي الله تعالی به يې پخپل مېنځي شخړو اخته کړي

دغربي تمدن ډنډورچیانو د فردي آزادۍ تر نامه لاندي خپلو شهوتونو ته واګي ورخوشي کړي دي، هره ناروا يې روا کړه، پټ کارونه يې لوڅ او  مستوراتي یې بې پردې کړې، له کورني مسئولیتونو څخه په شاشول، په هري فاحشې او بدلمني پسي ځغلي، او له ټول حيوانیت سره سره بيا هم دتهذیب ډنډورې وهي، د بې حيايي او پراخي بدلمنۍ په نتېجه کي هغوی په يوه داسي لېونتوب اخته شوي، چي نارېنه وو يې له نارېنه وو سره ودونه وکړل او دېته يې قانوني بڼه ورکړه، نسلونه کم شول، بشري وده يې په ځای ودرېده، بې درملو رنځونه داسي پکي تېت شول چي دوبا بڼه يې غوره کړه ، اوس ددې وېره لېدله کېږي چي په ڼژدې وخت کي بېخي له مېنځه لاړ شي.

هغوی له کورني جال څخه ووتل، دحلال او حرام توپېر پکي له مېنځه لاړ، دغیرت احساس پکي تروتم شو، په هېڅ ډول بې حيايي شرم نه محسوسوي، دهغوی اړیکي له انساني فطرت ، عقیدې، مذهب او اخلاقي ارزښتونو څخه بېلي شوې، په زرهاوو بې پلاره او بې موره اولادونه پکي وزېږېدل، چي نه خو ددې پوښتنه ورڅخه کېږي چي له کومه راغلل او نه يې وارثان پېژندل کېږي، ددې تمدن مخکښان ددې پروا نه ساتي چي ددې ډول بربنډتوب ټولنېزي اغېزې به څه وي چي د بې پلاره او بې موره نسلونو کچه پکي دوخت په تېرېدلو سره نوره هم زیاتېږي پداسي حال کي چي ځانونه دعلومو او معارفو ټېکه داران هم بولي .

اسلام دانسان له فطري غوښتنو څخه ډډه نکوي ، دهغه جسمي پوښتني بې ځوابه نه پرېږدي،  هغه دندي چي الله تعالی دانسان په بدن کي ځای په ځای کړي له کاره نه غورزوي، انساني غرېزه نه بده ګڼي او نه يې ناولي ، بلکه غواړي داخلاقو ، حيا او پاک لمنۍ په چوکاټ کي يې وپالي. اسلام ددې غرېزي د سمبالولو او دهغې دغوښتنو دپوره کولو لپاره داسي اصول ټاکي چي له حیوانیت څخه يې داسي ارزښتمن مقام ته پورته کړي چي محور يې دانسان انفرادي او ټولنېز آداب وي.

اسلام دانساني ژوند دهراړخېزي نېکمرغی لپاره له هرداسي حيواني  لوېدلي خوځښت سره په ټېنګه مبارزه کوي چي نه کورنۍ جوړوي، نه دعزت او شرف ژوند اونه پاکه ټولنه . اسلام غواړي يوه داسي عزتمنه او درنه کورنۍ جوړه کړي چي د افرادو تر مېنځ يې هیلي او دردونه مشترک وي ماضي، حال او مستقبل يې يو له بل سره نښلېدلی وي ، يونېک او پاک نسل پکي وده وکړي، هلته داسي مور او پلار وجود ولري  چي دکورني انګړ عفت وساتي، دا امانت په سمه توګه سمبال کړي او دمرګ ترورځي پوري يوله بل سره پاکه مېنه وپالي .

مسلمانه ټولنه دعادتونو، فرهنګ او په اصطلاح ثقافت له پلوه بېلي ځانګړتياوي لري، دزنا جُرم ته څوک پکي لاسونه نشي غزولای او دداسي جُرم مرتکبین پکي د اسلام دعدالتي نظام له مخي په سخته سزا محکومېږي اوبیا د عامو مسلمانانو په محضر کي ورباندي پلي کېږي ترڅو بيا بل څوک دهغې په هکله  دمحض سوچ کولو جُرأت ونکړي .

يوازینی قانون چي په کلکه دزنا دجُرم مخه نیسي او په هغې يې کړۍ را تنګه کړي ده هغه اسلامي  معتقدات ، شریعت او دهغه حُکمونه دي چي له ایمان او تقوی او دالله تعالی له وېري څخه پیلېږي او بيا دټولني دپاک لمنۍ قوانين ټاکي چي دفتني او فساد له شکمنوڅايونو څخه يې لېري ساتي.

زمونږ ځوانان او پېغلي چي الحمد لله مسلمانان دي تل بايد دخپلو اسلامي ارزښتونو په ټېنګه خيال وساتي په تېره بيا پداسي وخت کي بشپړ واکمن اسلامي  نظام نلرو، د فتنې او فساد داعیون او عوامل بېخي زيات شوي ، دمسلمانانو اخلاق او دين داسلام ضد قوتونو لخوا په هر ډګر کي هدف ګرزېدلي دي تر څو يې له مېنځه يوسي .

وإذا خلوت بريبة في ظلمة                                                            والنفس داعية إلى العصيان

فإستحي من نظر الإله وقل لها                                                          إن الذي خلق الظلام يراني

کله چي ته او ستانفس په يوه تياره کي سره يوازي شئ او هغه دي ديوې ګناه خواته دعوت کړي نو دالله تعالی له ليدلو شرم وکړه او ورته ووايه : چاچي دا ترږمۍ پیدا کړي دي هغه ما ويني .

إذا ما خلوت الدهر يوماً فلا تقل                     خلوت ولكن قل علي رقيب
ولا تحسبن ا لله يغفل ساعة                      ولا أن ما تخفى عليه يغيب

كله چي یووخت يواځي شې نو داسي مه وايه چي يواځي يم بلکه وايه چي يوڅوک ما څاري، او کله هم داسي ګمان مکوه چي د الله تعالی به راته پام نه وي او یاچي کوم کار زه پټ کوم له هغه نه به هم پټ وي او نه به يې ويني.

هغه وروڼه چي په بهرنۍ نړۍ په تېره بيا  په کفري او لادینه ملکونو کي ژوند کوي، عقېده او اخلاق يې له ګواښ سره مخامخ وي  اوو دې استعداد په ځان کي نه وينې چي ځان او يا خپل اولادونه له فتنې څخه وژغوري پې لازمه ده چي ورنه کډه شي ، دالله تعالی زمکه پراخه ده ، اوڅوک چي يوکار د الله درضا لپاره پرېږدي الله تعالی به يې په دنيا او آخرت کي نېک بدل ورکړي الله تعالی فرمايي :

وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (3) سورة الطلاق

او څوك چې له الله تعالى نه وېره كوي، (الله تعالى به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي  او له يو داسې لوري به روزي وركوي چې دى يې ګومان نه كوي او څوك چې په الله توكل وكړي نو هماغه يې كافى دى. بې شكه الله د خپل كار ترسره كونكى دى. يقيناً الله هرشي ته يوه اندازه (يا نېټه) ټاكلې ده .

اورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

عن أبي بن كعب رضي الله عنه قال: ما من عبد ترك شيئاً لله إلا أبدله الله به ما هو خير منه من حيث لا يحتسب، (رواه وكيع في الزهد)

أبی بن کعب رضي الله تعالی عنه فرمايي : يوڅوک چي يوکار يواځي دالله درضا لپاره پرېږدي الله تعالی به يې غوره بدل له داسي لوري ورکړي چي په خيال کي به يې نه وي

او ددې ښکاره مثال او ګواه دقرآنکریم په ژبه ديوسف عليه السلام واقعه ده چي دزنا دنه کولو په وجه يې زندان ومانه الله تعالی يې په بدل کي دمصر سلطنت ورکړ.

عن سهل بن معاذ بن أنس الجهني عن أبيه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من ترك شهوة وهو يقدر عليه تواضعاً لله دعاه الله يوم القيامة على رؤوس الخلائق (رواه البخاري)

سهل بن معاذ له خپله پلاره  أنس الجهني رضي الله تعالی عنهما خخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل که يوڅوک شهوت ياناروا غوښتنه دالله تعالی درضا لپاره او دهغه په وړاندي دتواضع په وجه پرېږدي  الله تعالی به يې دقیامت په ورځ د مخلوقاتو دمشر په توګه خپل حضورته راوغواړی .

عن حذيفة بن اليمان قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: النظرة إلى المرأة سهم مسْمومٌ من سهام إبليس من تَركَه خَوْف الله أثابه الله إيماناً يجد به حلاوته في قلبه.(رواه أحمد في مسنده)

له حذیفه بن يمان رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پردۍ ښځي ته کتل د شیطان له غشو څخه يو زهرجن غشی دی  که يې څوک دالله تعالی له وېري پرېږدي الله تعالی به يې په بدل کي داسي ایمان ورکړي چي دهغه  زړه  به خوند ورڅخه آخلي .

دأبوخلیل قدوسي لیکنه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.