نظــر

د کندهار ویرژلي پېښي – عبدالباري جهاني

 

زیات وکم دوې هفتې مخکي د کندهار د ملي پولیسو یوه ډلګۍ، چي د هغه ولایت د سر، ناموس او امنیت د ساتلو وظیفه یې درلوده، په نیمه شپه کي، د میني انتظار په نوم یوې ځواني شاعري په کور ور ننوتل. پنځه ویشت زره افغانۍ او طلا یې ورسره یوړه او له هغه کور څخه یې څلور ښځي په نیمه شپه کي قوماندانۍ ته بوتلې. د کندهار د اتمي حوزې قوماندان، چي په ښار کي په جاجو مشهور دی، او صلاحیت یې تر خپلي رسمي وظیفې لس چنده زیات دی، کله په میاشت او کله حتی په هفته کي څو ځله دغه ته ورته کارنامې کوي.

مینه انتظار یوه ځوانه غریبه شاعره ده او د جاجو له ویري، چي اوس یې د ښار د عزراییل رنګ اخیستی دی، ځکه کابل ته وتښتیده چي د کندهار ولایتي مقاماتو نه د هغې پر آواز غوږ ونیوی او نه یې پخپله ږغ پورته کړ. زه د کندهار له ولایتي مقاماتو څخه ځکه ګیله من یم چي په زړه کي به خامخا یو څه خواشیني وه خو په څرګنده یې هیڅ ونه ویل.

زه په خاصه توګه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس دواجان مینه پال څخه، چي پخپله هم شاعر او لیکوال دی، او مایې د کندهار والي ته د مقرریدلو مبارکي هم ورکړه، ځکه ډیر خواشینی یم چي نه یوازي یې په دې مسله کي د مظلومانو طرف ونه نیوی بلکه تر خپل صلاحیت دباندي یې منفي تبصرې لا هم وکړې.  حکومتي چوکۍ لکه څرنګه چي سړی زیاتره وختونه د شعر لیکلو له نعمته څخه محروموي له خلکو څخه اخلاقي جراءتونه هم سلبوي. د لیکوالانو او شاعرانو دي کور ودان وي؛ دې مسلې ته یې یوڅه هوا ورکړه، مګر  غوږونه کوم دي چي آواز واوري او سړیتوب چیري دي چي اقدام وکړي. د هرات په ښار کي د جاجو په څیر قوماندانانو او زورواکانو له لاسه په لس هاوو مظلومو ښځو ځانونو ته اورونه واچول. په شمالي ولایتونو کي د دوستم او عطا د قدرتونو په سیمو کي د پاکو نجونو او میرمنو پر نوامیسو باندي تیري سوي او روان دي. ننګرهار، کنړ او لغمان، په دغه راز ویرژلو کیسو کي له هیچا نه کم نه دي. اوس هر ښار او کلی جاجو او جاجوګان لري، چي په رسمي دفترونو کي د ملي او محلي پولیسو د قوماندانانو په نوم پیژندل کیږي، رسمي وظیفه یې د اولس د سر او ناموس څخه دفاع ده خو دوی د ملت د سر، مال او ناموس په لوټلو لګیا دي. میني انتظار نور څه په وس کي نه درلوده. هغې ایله یوه غزل ولیکله او ما هم د هغې د غزل په اقتفاء یوه غزل ورته ولیکله؛ او غواړم دا ورته وښیم چي که نور هیڅ درسره کولای نه سم، لږترلږه، هیره مي نه یې.

          د عدالت په انتظار

خدایه ملیار مي له ګلونو سره لوبي کوي

خزان له پېغلو پېزوانونو سره لوبي کوي

د دې شهید وطن په برخه څه زامن راغلي

هم له جنډۍ هم زیارتونو سره لوبي کوي

غازي د خپلي خور پوړني ته بازار لټوي

هم له ژوندیو هم قبرونو سره لوبي کوي

هم د بابا هم د نیکه(۱) حماسې هیري سولې

اوس ماشومان له تاریخونو سره لوبي کوي

څو پړسېدلي د پردیو په کولمو ټپوسان

زموږ د شاهباز له شاهپرونو سره لوبي کوي

هرڅه بدل دي د زمان رنګونه واوښتله

وړې څپې له توپانونو سره لوبي کوي

اوس د شپېتو بړیڅو(۲) توري هندوستان ته نه ځي

د کور مغول مو له نکلونو سره لوبي کوي

څه به د « میني انتظار» له نامردانو کوو

د ملالۍ له پلوونو سره لوبي کوي

څو بې غیرته قاتلان اوس د قدرت پر ګدۍ

د احمد شاه له جګو غرونو سره لوبي کوي

هغه په تیښته پهلوان د سورلنډیو لښکر

اوس د زمریو له بریتونو سره لوبي کوي

سایله(۳) اوس دي پر دښتونو عزراییل وګوره

ستا د کیږدۍ له ماښامونو سره لوبي کوي

هغه چي ته یې د غیرت له افسانو ستړی سوي

د خپل ناموس له داستانونو سره لوبي کوي

نه د خوشحال نه د اکبر له توري وشرمېدل

ټول د فرنګ له ربابونو سره لوبي کوي

ایوبه(۴) توره دي د چا تر لاسه ورسیده

د خور او مور له ګریوانونو سره لوبي کوي

جهاني تا چي به یې شپې په کیسو سپینې کړلې

هغه دي اوس له ارمانونو سره لوبي کوي.

ویرجینیا           د اپریل نولسمه ۲۰۱۴

۱: احمدشاه بابا او میرویس نیکه ته اشاره ده

۲:د فتح خان بړیڅي او د هغه د نهه پنځوسو بړیڅو یارانو فوکلوري نکل ته اشاره ده چي ویل کیږي په  هندوستان کي يې د مغول شمس الدین له بشپړ لښکر سره څه باندي دوې میاشتي جګړې وکړې، او ټول شهیدان سول.

۳: د پښتو ژبي ویاړلی شاعر رحمت شاه سایل، چي تقریبا ټول شعرونه یې د خپل بیده اولس ویښولو ته وقف کړي دي.

۴: د میوند ویاړلی قهرمان سردار محمد ایوب خان.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x