fbpx
د حماس ډلي مشران - خالد مشعل او اسماعیل هنیه

حماس: د ټرمپ پرېکړه به پر امریکا د جهنم دروازې را خلاصي کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فلسطین د جهادي مقاومت اسلامي ډلې «حماس» په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د امریکي ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړه به په سیمه کې د امریکا پر ګټو د جهنم دروازې را خلاصي کړي او د نوموړي اعلان یې پر فلسطیني ولس باندي ښکاره تیری بللی دی.

حماس ډلې د عربو او مسلمانانو څخه غوښتي چې په سیمه کې د امریکایانو ګټي وګواښي او د اسرائیل سره اړیکې پرې کړي او همداسي يې د فلسطین د رسمي حکومت او ولسمشر محمود عباس څخه غوښتي چې نور دې اسرائیل هیواد په رسمیت نه پيژني او د «اوسلو» معاهده دي لغوه کړي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر «اسماعیل هنیه» ویلي چې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه هیڅ تاریخي او جغرافیايي حقایق نه شي بدلولای. او زیاته کړې یې ده: د فلسطین ولس په دې ښه پوهیږي چې د خپلو دیني مقدساتو او مشاعرو څخه څرنګه دفاع وکړي.

بلخوا د حماس ډلې یوه بل مشر اسماعیل رضوان رسنیو ته وویل چې د ټرمپ پرېکړه به پر امریکايي ګټو د جهنم دروازې را خلاصي کړي، نوموړي د عربي او اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې د امریکې سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پرې کړي او امریکايي سفیران له هیواده وشړي.

د حماس ډلې په نامه رسمي ویاند فوزي برهوم د فرانس پریس خبرې اژانس ته وویل چې د ټرمپ پرېکړه په بشپړه توګه د منلو نه ده، د فلسطیني حکومت، عربي او اسلامي حکومتونو څخه غوښتنه داده چې په رسمي توګه عملي ګامونه اوچت کړي او د نوموړي دغه پرېکړه عملي کېدو ته پرې نه ږدي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د ایران د سپاه پاسدارانو یو مسلمان روشنفکر چه افغانستان کی یی جهادی پوسته لرله له پشاوره یی وسلی هیواد ته وړلی زمونږ دنده وه چه له پاکستانی کمیشنری ورله پرمټ واخلو ریکشا کی ورسره ناست وو کمیشنری ته تللو ما تری په داسی حالت کی پوښتنه وکړه چه (مونږ د بریالیتوب په لور وو ډیری برخی مو ازادی کړی وی ) چه مونږ مجاهدین به بریالیتوب تر لاسه کړی . هغه راته وویل چه هو، مګر تر هغه وخته بریالیتوب نه شی تر لاسه کولی چه د کلیمی په عملی پڼه او رشتونی معنی پوه شوی نه وی .دا… نور لوستل »