fbpx

د افغانستان کرېکټ لپاره تاریخي کال

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانانو لپاره په کرېکټ لوبه کې یو ستر او ښه لاسته راوړونکی کال بلل کیږي، چې په کې افغانستان سترو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره ستر جامونه هیواد ته راوړل.

د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشت کې افغانستان د شل اوریزو صحرا جام اتل شو، چې په پایلوبه کې یې آیرلینډ ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او ددغې جام اتل اعلان شو، له دې وروسته یې د زیمبابوی سره د پنځوس اوریزو لوبې لرلې چې افغانستان په ۳/۲ لوبو زیمبابوی ته ماتې ورکړه او دغه سیالۍ یې وګټله.

له دې وروسته یې د مارچ په میاشت کې د آیرلینډ پر خلاف ۳ شل اوریزې او ۵ پنځوس اوریزې لوبې لرلې چې دواړه سیالۍ افغانستان وګټلې، او بیا د جون په میاشت کې له سترې لوبډلې ویسټ انډیز سره د پنځوس اوریزو لړۍ لرله چې ویسټ انډیز په ۴/۱ لوبو بریالی شو.

همدارنګه د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د نومبر په میاشت کې پاکستان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د آسیا جام سیالۍ اتله شوه.

د افغانستان کرکټ یوه ستره لاسته راوړنه د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب ترلاسه کول و چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د جون په میاشت کې اعلان شو.

سربیره پر دې افغانستان په تیره میاشت کې د څلور ورځینیو لویو وچو سیالیو اتل شو، چې ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب نه وړاندې ددوی ورستۍ لوبې وې، او همدا مهال له آیرلینډ سره نړیوالې یو ورځینۍ لوبې لري چې تیره ورځ یې آیرلینډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه، او نن (۷ دیسمبر) دوهمه لوبه په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې په راروان ۲۰۱۸ میلادي کال د فروري په میاشت کې افغانستان لوبډله د زیمبابوی لوبډلې سره ۲ شل اوریزې او ۵ یو ورځینۍ نړیوالې لوبې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د