نړۍ

امريکا روس ته د اقتصادي بنديزونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسيا: امريکا ګواښ کړی، چې که روس د اوکراين اړوند نړيوالو قوانينو ته درناوی ونکړ نو پر خلاف به يې سخت اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
روس د امريکا د دغه ګواښ په غبرګون کې ويلي، چې امريکا دوی سره د يو مقصر زده کوونکي په څېر رويه کوي.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري خپل روسي سيال سرګي لاروف سره په تيليفوني خبرو کې ويلي، چې روس دې د جينوا تړون ته پوره درناوی وکړي او بايد ژر تر ژره پر دغه تړون عمل وکړي.
د امريکا دبهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړي چارواکي د جان کيري له قوله ويلي، چې د جينوا پر تړون د عمل کولو لپاره راتلونکې څو ورځې ډېرې اړينې دي.
بل پلو د اوکراين د بهرنيو چارو وزير په خپلو تازه خبرو کې ويلي، چې که حالات سم شي، کيدای شي د هيواد په ختيځ کې د روس پلوو بيلتونپالو پر خلاف پوځي عمليات ودروي.
د اوکراين په ختيځ کې روس پلوو بيلتونپالو په دولتي ودانيو قبضې کړي او تر اوسه دې ته ندي تيار، چې دغه دوانۍ پريږدي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ویلي، چې که مظاهره چيان دولتي ودانۍ پريږدي او له شخړو او تاوتريخوالي لاس واخلي نو ټولو ته به د بښنې اعلان وکړي.
مظاهرين وايي، کيف کې نوی حکومت غير قانوني دی او تر څو، چې دغه حکومت وي دوی به خپلو مخالفتونو ته دوام ورکوي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزن رايس پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د اوکراين په ختيځ کې روس پر مظاهره چيانو پراخ اغيز لري او بايد له خپل اثر و رسوخ څخه په کار اخيستو مظاهره چيان له تاوتريخوالي وګرځو.
رايس وويل، چې که روس دوی سره په خپلو وعدو کې پاتې راغی نو د خپلو اروپايي ملګرو سره په ګډه به د ورس پر خلاف سخت اقتصادي بنديزونه ولګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x