تر اوداسه وروسته لمونځ

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې انسان اودس وکوي نو څه نا څه مونځ کول سنت دي لږ تر لږه چې انسان له اوداسه څخه وروسته دوه رکعته لمونځ وکوي غوره عمل دی ، بهترین سنت دی د حضرت بلال رضی الله تعالی عنه به دا عادت وو چې کله به هغه اودس وکولو نو څه نا څه مونځ به یې خامخا کولو دده دا عمل الله تعالی ته ډېر خوښ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولیدل چې حضرت بلال رضی الله عنه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په جنت کې وړاندې روان وو نوره واقعه یې په حدیث کې وګورئ د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي :

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِبِلاَلٍ رضي الله عنه عِنْدَ صَلاَةِ الفَجْرِ: يَا بِلاَلُ حَدِّثْنِي بِأَرْجَى عَمَلٍ عَمِلْتَهُ فِي الإِسْلاَمِ؛ فَإِنِّي سَمِعْتُ دَفَّ نَعْلَيْكَ بَيْنَ يَدَيَّ فِي الجَنَّةِ ، قَالَ: مَا عَمِلْتُ عَمَلاً أَرْجَى عِنْدِي: أَنِّي لَمْ أَتَطَهَّرْ طَهُورًا، فِي سَاعَةِ لَيْلٍ أَوْ نَهَارٍ، إِلاَّ صَلَّيْتُ بِذَلِكَ الطُّهُورِ مَا كُتِبَ لِي أَنْ أُصَلِّيَ . صحیح البخاري

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت بلال رضی الله عنه ته د سحر د مانځه په وخت کې وویل : اې بلاله ماته د هغه عمل خبره وکوه چې تا په اسلام کې کړی وي او ستا ورته ډېر امید وي ځکه ما په جنت کې په خپله مخه کې ستا د پښو دربار واورېدو حضرت بلال رضی الله عنه ورته وویل : ما خو داسې عمل نه دی کړی چې زما ورته ډېره تمه وي مګر دا چې ما کله هم اودس نه دی کړي په کوم ساعت د ورځې او شپې کې مګر په هغه اوداسه مې دومره مونځ کړی دی څومره چې ماته یې کول لیکل شوي وی .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.