د خولې بد بویي

ډاکټر صداقت یعقوبي

پېژندنه: د خولې بد بویي هغه حالت ته ویلی شي چې د ساه ایستلو په وخت کې یې بل څوک احساس کړي. دا که د خولې د بکټریاوو او یا نورو لاملونو له کبله وي نو نه یوازې یوه ناروغي ده بلکې د انسان پر شخصي او ټولنیز ژوند هم اغیزه ښندي.

ځینې خواړه لکه هوږه، ګندنه او پیاز تر هضم وروسته د وینې جریان او له هغه ځایه د سږیو له لارې په تنفسي هوا کې د خولې نه خارجېږي او خوله بد بویه کوي. خو دا بوي موقتي وي.

د خولې د بد بويۍ لاملونه:

د خولې د بد بوي اصلي لامل د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شونې دي. د خوړو له پاتې شونېو سره بکټېریاګانې وده کوي. نور لاملونه یې د خولي حفظ الصحې ته کمه پاملرنه، د غاښونو نه مینځل، سګرټ څښول او د اوریو ناروغۍ دي. دغه راز، د خولې بد بویي د ځینو نورو ناروغیو نښه ده؛ لکه د معدې، سږیو، ځیګر، ستونې، پزې، ساینسونو، بډوډيو او ویني ناروغۍ، چې دغه هره یوه یې څانګړې درملنې ته اړتیا لري او له هغې سره به د خولې بد بویي هم ښه شي.

لیاړي چې پر له پسې توګه خوله مینځي که د هر لامل له کبله کمې شي، خوله ورسره بد بویه کېږي. لیاړي د خولې د مینځلو تر خوا خوا داسې خواص لري چې د بکټریاوو د ودې مخه نیسي.

څنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی لري:

ډېر ځله یو کس د خپلې خولې په بد بویۍ پخپله نه پوهېږي او نور خلک یې ورته د ویلو جراُت نه کوي. نو څنګه پوهېدی شو چې خوله مو بد بوي لري.

۱- که خوله مو ډیر ځله وچه وي،

۲- که د ژبې پر سر مو همېشه یوه سپینه طبقه وي،

۳- که د سګرټ، کافیین او الکولو د استعمال عادت لرئ،

۴- که د خولې لیاړي مو ټینګې وي، او

۵- که کوم نږدې ملګري یا د کور کوم غړي درته په دې باره کې درته ځه ویلي وي،

نو وګڼئ چې د خولې بد بويي لرئ. مګر د اندېښنې وړ نه دی. لاندنیو لارښونو باندې عمل وکړئ نو له دې ستونزې خلاصېږئ.

۱- تر خوراک وروسته خوله ومینځئ او لږ تر لږه ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کړئ،

۲- د غاښونو له برس کولو او مسواک وهلو سره سره ژبه هم برس کړئ؛ ځکه چې د ژبې پر سر بکټریاګانې پاتې کېږي.

۳- په هرو دریو میاشتوکې یو ځل د غاښونو ډاکټر ته د کتنې له پاره ورشئ،

۴- د لیاړو د زیاتوالي له پاره ژاولې وژوئ،

۵- زیاته استفاده له سبو او ترکاريو نه وکړئ،

۶- کله کله هېل او ویلنۍ وژوئ،

۷- د اوړو له سوډا سره خوله ومینځئ. دا له پخوا نه د خولي د بد بویۍ د له منځه وړلو له پاره کارول کېږي.

۸- د هایډروجن پر اکسایډ له محلول سره خوله ومینځئ ( له محلول سره د اوبو د ګډولود مفدار په باره کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ). په درملتونونو کې د خولې د مینځلو له پاره مخصوص محلولونه او کریمونه شته،

۹- د خولې د بد بویۍ د لرې کولو له پاره الکول مه استعمالوئ،

۱۰- بوي لرونکي خواړه لکه هوږه، ګندنه، پیاز…مه خورئ،

۱۱- الکول، سګرټ او کافین مه استعمالوئ. دا خوله وچوي.

۱۲- د شپې ډېر خوراک مه کوئ.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د