نړۍ

کراچۍ کې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي ترې تم شوي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو دوه تنه کارمندان لادرکه شوي. د پولیسو په باور، ښایې په دې پېښه کې اختیطافچیان لاس ولري.

د کراچۍ ښار یوې امنیتي سرچینې پاکستاني رسنیو ته ومنله،چې دا پېښه پرون په ګلشن معمار سېمه کې رامنځته شوې،او یاد کسان له تیرې ورځې راهیسې لادرکه شوي او زیاتوي،چې د ترې تم شویو کسانو د مبایلونو بندیدا دا احتمال پياوړی کوي، چې هغوی دې اختیطاف شوي وي.
د ملګرو ملتونو د یادو کارکوونکو د هویت او نورو معلوماتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پولیس وایي، چې دوی د بلې سېمي اوسېدونکي دي او کراچۍ ته په لنډ سفر راغلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x