آآآه القدس

ابو یاسر افغان

دا دې بلاخره هغه ورځ هم را ورسېده چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه او سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله له لوري موږ ته امانت سپارل شوی بیت المقدس رسماً د یهودو پلازمېنه وټاکل شوه!!

امت ویده دی، عربي او عجمي حکام ویده دي، د شهیدانو ارواوې ناقراره شوې، د القدس له منارو د حال په ژبه د بې وسۍ کړیکي اورو، آه القدس! آه مسجد اقصی! دا څه وشول، چېرته دي عربي او عجمي مشران؟؟ چېرته دي د اسلامي کانفرانس غړي؟ څه شو عربي ائتلاف؟؟ ولې داسې خاموشي ده؟؟

نن په تاریخ کې هغه ورځ ده چې صلیبي او یهودي نړۍ د اسلامي امت سره کرښه هم کراس کړه د اسلامي امت د غیرت او عزت پر حدودو یې خپلې خیرنې پښې کېښودې؛ چېرته دي هغه لاپوګان چې وایي موږ تر تاسو ښه مسلمانان یو موږ د کفارو سره جهاد کوو نن ولې ورک دي؟؟

د القدس پر ګومبزو خړ ګردونه پراته دي، د مسجد اقصی پر غولي د یهودي عسکرو د خړو موزو چټل پلونه بیا تازه شول، نن په امریکا، اروپا او اسرائیلو کې د یهودو او صلیبیانو جشنونه لمانځل کېږي، نن د اسلامي امت د غیرت امتحان واخېستل شو او پایله یې صفر را ووته!!

آآه چې دغو مکارو او ډارنو یهودو څنګه دومره جرأت وکړ، نن د اسرائیلو او امریکا طیارو ته تېل هم د سعودي آل سلول وړیا ورکوي او درست امت دغې حالت ته د خجالت نه ټيټ سرونه نیولي دي، هغه په تورو غرونو کې ورک غازي لالی به، چې ټولې دنیا یې پر خلاف د جنګ توغ پورته کړی اخر کومې خواته شي، په داسې حال کې چې ټول یهود لس میلیونه نه دي د یو نیم میلیارد مسلمانانو پر دیني او عقیدوي مقدساتو تیرې کوي اخر دا د بې غیرتۍ خوب به کله زموږ له سترګو والوځي، موږ به تر څو د دنیا په لهو لعب اخته یو، آیا موږ هم غیرتي مسلمانان یو؟؟؟ آیا واقعي مسلمانان دومره بزدله جوړېدای شي؟؟؟

آآآه مسجدالاقصی! موږ پر تا غیرت و نه شو کړای، موږ درته پړ یو، موږ خو د دنیا له لهو لعب څخه نه وزګاریږو، موږ خو لا د مخه ته د عربو شخصي ملکیت بللی وی او ویلي مو وو چې عرب پوه شه او اقصی!!!

نن یهودو خپله بهادري وښودله او ټول اسلامي امت ته یې د مقابلې ټټر وواهه، خو اسلامي امت کې داسې غیرتي څوک نشته چې د امریکا د دغې ستر خیانت او د یهودو د دغه شیطاني جسارت او حماقت په بدل کې د یهودو ککرۍ ورماتې کړي، موږ بې وسه نه یو، خو بې همته یو، بې زړه یو؛ ځکه خو مو پر تندي دا د شرم داغ هم ولګېدۀ!!

القدس… القدس … القدس



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.