اقصی

رضوان الله (فيضاني)

ذوالجلاله په مونږ فتحه بيا اقصی کړه
بيا ذليل راته يهود او نصارا کړه

چې هر ځوان مو ايوبي صلاح الدين شي
سپين بيرغ مو په القدس بيا په نڅا کړه

انتقام د مسلمان امت چې واخلو
د اسلام جذبه په مونږ کې راپيدا کړه

په کفارو باندې يخ کړه زمونږ زړونه
زوريدلي اولسونه مو هوسا کړه

يو د نوح غوندې توفان ورته پکار دی
پکې غرق يې همکاران او امريکا کړه

شام عراق افغانستان که فلسطين دی
ټول ملکونه مو آزاد يو ځلې بيا کړه

د اقصی په ننګ چې وشيندو سرونه
ربه داسې ننګ غيرت مونږه ته را کړه

چې راټول د يو امير په قومانده شو
ته محکومه راته بيا کفري دنيا کړه

د وحشت ټغر ور ټول کړه زر تر زره
ظالمان دې په خپل قهر مبتلا کړه

فيضاني درته نيولي دي لاسونه
په خپل در کې دې قبوله دا دعا کړه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.