
بوتفليقه د څلورم وار لپاره د الجزاير ولسمشر شو
نن ټکی اسيا: دالجزاير د انتخاباتو کميسون اعلان وکړ، چې پخوانی ۷۷ کلن ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه د څلورم ځل لپاره دالجزاير ولسمشر شو.
په خبر کې راغلي، چې بوتفليقه د خپلو پنځو سيالانو په مقابل کې ۸۱ سلنه رايو په ګټلو سره د څلورم ځل لپاره د الجزاير ولسمشر وټاکل شو.
د اولنيو پايلو له اعلانه وروسته د بوتفليقه پلويان لارو او جادو ته را ووتل او د نوي ولسمشر دبريا خوښي يې ولمانځله.
د بوتفليقه يو مخکښ سيال علي بن فليس د ۱۲ سلنه رايو په اخيستو و ويل، چې په ټاکنو کې ډېره زياته درغلي شوې ده.
بن فليس له العربيه تلويزون سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د ې لپاره يې ځان کانديد کړی وه تر څو خلکو ته وښيي، چې دا نظام اصلاح غوښتونکی ندی.