افغانستان

طالبانو د بیت المقدس په اړه د امریکا پر اعلان غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې طالبانو هم د امریکا له لوري د بیت المقدس په اړه وروستی اعلان وغندی او هغه یې د ټولو مسلمانانو په وړاندي له تعصبه ډک او له عقل څخه لیري ګام وباله.

طالبانو په دې اړه خبرپاڼه «د افغانستان اسلامي امارت» په نامه خپره کړې او غوښتنه یې کړي چې مسلمانان دی ټوله متحد شي او د فلسطین مظلو ولس د مشروعې مبارزې ملاتړ دي وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ وروستۍ پریکړې وښوده چې امریکا د مسلمانانو په ټولو ناخوالو کې مخامخ دخیله ده، «له لسیزو راهیسې مسلمانان ځوروي، هیوادونه يې لاندې کوي، خلک يې وژني او د اسلام دين د ارزښتونو د له منځه وړلو هڅې کوي. ».

باید وویل شي چې تېره شپه ناوخته د امریکا ولسمشر ټرمپ د سپينې ماڼۍ څخه په یوه وینا کې بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه وبلله او د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر وکړ چې د امریکا د سفارت انتقال پروسه پیل کړي.

د طالبانو بشپړه خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

د امریکا لخوا بیت المقدس د اسرائيلو د مرکز پيژندلو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

بلاخره امریکا خپله اشغالګرانه څيره نوره هم بربنډه کړه، د اسلام له دین سره دښمني او د مسلمانانو د سیمو د غصب او استعمار څخه د ملاتړ پالیسي يې اعلان کړه.

اسلامي امارت د امریکا د ولس مشر لخوا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس د غاصبو اسرائيلو د مرکز په ډول پيژندل په کلکو ټکو غندي او دا اقدام د ټولو مسلمانانو په ضد له تعصبه ډک او له عقل نه لیري ګام بولي.

د ټرپ دا پریکړه په ټوله نړۍ خصوصا په منځني ختیځ کي د شخړو اور ته لمن وهل دي.

د امریکا مشر ټرمپ وښوده چې امریکا د مسلمانانو په ټولو هغو ناخوالو کې مخامخ دخیله ده چې له لسیزو راهیسې مسلمانان ځوروي، هیوادونه يې لاندې کوي، خلک يې وژني او د اسلام دين د ارزښتونو د له منځه وړلو هڅې کوي.

اسلامي امارت په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي.

که اسلامي نړۍ په خپلو کي یوبل ته دورورۍ لاس ورنه کړي اوپه اتفاق سره د خپلو مشکلاتو حل ته راوړاندي نشي، اسلام دښمنه دسیسې ونه پيژني او لا هم فرصتونه له لاسه ورکړي، لرې نه ده چې د استکباري قوتونو لخوا به د مسلمانانو ارزښتونه لا هم له منځه ځي او د مسلمانانو موجودیت به له لوی ګواښ سره مخ کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۹/۳/۱۹هـ ق
۱۳۹۶/۹/۱۶ هـ ش ــ 2017/12/7م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x