افغانستان

ایران یو ځل بیا شپږ افغانان اعدام کړي

نن ټکی آسیا: د تخار ولایت چارواکي او یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې ایران یو ځل بیا شپږ تنه افغانان، چې د تخاراوسېدونکي وو او ایران ته په مزدورۍ پسې تللي ول، اعدام کړي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور په وینا، ایران دغه شپږ واړه افغانان دوې ورځې وړاندې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام کړي او د جسدونو انتقال ته یې لا هم اجازه نه ده ورکول شوې.
نوموړي وېره وښوده، چې ښایې ایران ډېر ژر لسګونه نور افغانان هم اعدام کړي.
په عین حال کې، د اعدام شویو تخاریانو د کورنۍ غړي چې نن په کلفګان ولسوالۍ کې د خپلو خپلوانو د فاتحې او او ویر په ټغر ناست دي، غوښتنه کوي، چې دولت باید په ایران کې د بندي او په ډول – ډول سزاګانو د محکومو افغانانو پوښتنه وکړي.
د شنونکیو په اند، ایران له څو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو چې ډېری یې د کار او روزګار په موخه ورغلي، پر وړاندې له سخت او بې رحمانه چلند څخه کار اخلي، چې د عامو افغانانو له زیات ټینګار او اعتراضونو سره – سره بیا هم کابل حکومت د خپلو اتباعو د حقوقو په رعایت کولو او پوښتنه کې پاته راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x