د سپنتا کتاب پې ډې ایف کېدو، د عازم خپرندویه ټولنې نشرات ودرول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): عازم خپرندویه ټولنې د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د کتاب د پې ډې ایف کېدو له امله په اعتراضي ډول خپل نشرات ځنډولي دي.

د عازم خپرندويه مشر په خپره کړې اعتراض پاڼه کې دا یو غیر قانوني کار بللی او ويلي يې دي، د ارګ تر جواب پورې به يې نشرات په ټپه ولاړ وي.

د پخواني چارواکي ډاکټر رنګین دادفر سپنتا کتاب «سیاست افغانستان؛ روایتی از درون» تېره میاشت خپور شو، چې د لوړ قېمت له امله يې په کتابي بڼه ګڼو خلکو د اخیستو وس نه درلود.

دغه کتاب چې په دوه ټوکونو (۹۵۳مخونو) کې عازم خپرندویه ټولنې خپور کړی، په کتابي بڼه يې قېمت «۹۵۰» افغانۍ دی، چې درې ورځې وړاندې خواله رسنیو کې په پې ډې ایف شکل وموندل شو.

د عازم خپرندويه ټولنې مشر ډاکټر اجمل عازم د کتاب پې ډې ایف کېدل، غیر قانوني کار بللی او ويلي يې دي دا به زموږ پر فرهنګ بده اغېزه ولري.د کتاب اصلي پې ډې ایف کېدونکی نه دی معلوم؛ خو په دویمه پاڼه کې يې په انګلیسي د «عصمت خالد» نوم لیکل شوي.

ښکاري چې کتاب لومړی سکن شوی او وروسته پې ډې ایف خپور شوی دی.

خواله رسنیو کې د دې کتاب د پې ډې ایف بڼې هر کلی شوی او په څو ورځو کې سلګونو تنو ته رسېدلی دی.

عازم خپرندویه ټولنې پخپله اعتراضپاڼه کې لیکلي: «لکه تاسې چې خبر یاست، په دې وروستیو کې د عازم خپرندویه ټولنې ځينې کتابونه په غیر قانوني ډول له فرهنګه ناخبرو خلکو پې ډې ایف کړي او په غلا خپاره کړي دي، دا کار نه یوازې موږ ته د منلو نه دی، بلکې د هېواد فرهنګي وضعیت هم له رکود سره مخ کوي.»

د سپنتا د کتاب پي ډي ایف پر لاندي ادرس هم خپور شوی:

https://ia601501.us.archive.org/22/items/RewayatAzDaron/RewayatAzDaronFull.pdf

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرافع مېلمه
میلمه
عبدالرافع مېلمه

د عازم خپرندویه ټولنه بی ځایه نیوکه کوي، په نشراتو کي د هغه نوم ثابت ده، په لیکنه او چاپ کي یی تغیر نه ده راغلي لاسوهنه نه ده پکي شوي هو بهو سکن شوي او خپور شوي ده یواځي ستونزه د بزنس ده چي په کتاب خرڅولو يي اغیزه کړي هغه بیا یو کتاب په ۹۰۰ افغاني تجارت يي په ټپه دریدلي نه دا چي نشرات یی له ګواښ سره مخ شوي وی.