خوست کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ بیا چټکه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست ځايي خلک وايي، د دې ولایت د ځنګلونو د وهلو لړۍ بیا چټکه شوې او یوه لارۍ لرګي په ۴سوه زره کلدارو پلورل کېږي.

د خوست د بېلابېلو ولسوالیو خلک وايي، د خوست ځنګلونه په غیر قانوني توګه وهل کېږي او ځايي چارواکي یې پر وړاندې غبرګون نه ښيي.

د دوی په خبره، د وهل شویو ځنګلونو یوه لارۍ لرګي په ۴سوه زره کلدارو پلورل کېږي او پاکستان ته په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.

خو د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ وايي، سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې د ځنګلونو د وهلو لړۍ ودروي او په دې تړاو یې ځینې خلک هم نیولي دي؛ خو د قومي مخورو په منځګړیتوب یې بېرته ازاد کړي دي.

دی وايي، په نږدې وخت کې به په ټول خوست کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ ودروي.

خوست د هېواد په سویل ختیځ کې پروت دی، چې پراخه ځنګلونه لري؛ خو د ځینو خلکو له لوري ځینې ځنګلونه له ونو خالي شوي دي او لرګي یې په ټیټه بیه پلورل شوي دي.

د خوست، پکتیا او پکتیکا په ځنګلونو کې مېوه لرونکي ونې هم ډېري دي، چې هر کال په ټنونو چهارمغز او جلغوزي یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د