
کابل کې ۱۰ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۰ ټنه نشهيي توکي یې سوځولي دي.
د یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په سوځول شویو نشهيي توکو کې الکولي مشروبات، هیرویین، تریاک، شیشې، چرس، مورفین، د کی ټابلیټ او نور کیمیاوي توکي شامل وو.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په خبره، دغه نشهيي توکي یې په تېر یو کال کې نیولي وو، چې په تور یې ۸۷۰ تنه نیول شوي چې ۷ تنه یې مشهور قاچاق وړونکي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ۱۰ ټنو د نشهيي توکو د نیولو او سوځولو خبر داسې مهال ورکوي، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د کوکنارو کښت هم پیل شوی دی.
د مخدره توکو پرضد د مبارزې او د کورنیو چارو په وزارتونو تور پورې کېږي، چې منسوبین یې د غټو قاچاق وړونکو سره لاره لري او ددوی په مرسته نشهيي توکي له هېواد بهر قاچاق کوي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۳ میلیونه افغانان نشهيي توکي کاروي، چې ډېری یې په هیرویینو روږدي کسان دي.
د امریکا له راتګ وروسته د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د الکولي مشروباتو«شرابو» پلور هم ډېر شوی دی.