دفاع وزارت: هند د افغانستان ښځينه پوځيانې روزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د دفاع وزارت چارواکي وايي، ۳۵ ښځينه پوځيانې يې د هند په یوه پوځي مرکز کې تر روزنې لاندې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د دوی له ډلې ۱۷ تنه د ځمکنیو ځواکونو، درې تنه د هوايي ځواکونو، نورې يې د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي برخو کې کارکوونکې دي.

تر دې وړاندې هم هند افغان پوځيانو ته روزنه ورکړې وه، خو دا لومړی ځل دی چې دې هېواد ته ښځينه پوځيانې د زده کړې په موخه لېږل کېږي.

نږدې څلور میاشتې وړاندې اګست میاشت کې د امریکا کانګریس په یوه راپور کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو کې ۴۵۰۰ تنه ښځې شته، چې ۱۲۰۰ يې پوځ، ۱۰۰ تنه يې هوايي ځواکونو کې او نورې يې پولیسو کې دندې ترسره کوي.

د دفاع وزارت وايي دوی هڅه کوي په پوځي لیکو کې د ښځو شمېر ۱۰ سلنو ته لوړ کړي.

افغانستان غوندې سنتي ټولنه کې دا ډول کړنې ښايي غبرګونونه له ځان سره ولري، خو دفاع وزارت تر اوسه په هند کې د ښځينه پوځیانو د روزنې اړوند څه نه و په ډاګه کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.