بدخشان امنیتي چارواکي: زموږ پولیس هیڅ د سون توکي نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بدخشان ځايي امنیتي چارواکي وايي، پولیسو ته يې د بدخشان په یخه هوا کې لا هم د سون هیڅ توکي نه دي رسېدلي.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقسای وايي، په ټول ولایت کې ۲۷ نظامي مرکزونه لري، چې تر اوسه يې یوه ته هم د سون توکي نه دي رسېدلي.

هغه وايي، د سون توکو قرارداد په پلازمېنه کابل کې لاسلیکېږي، دوی يې په اړه هیڅ صلاحیت هم نه لري.

اقسای وايي، که یوه اوونۍ نور هم توکي وځنډېږي، نو د واورو له امله به ونه شي کولی ټولو امنیتي پوستو ته سون توکي ورسوي.

د «یفتل پاين» ولسوال وايي د دوی پولیسو له يوې خو د طالبانو تر بریدونو لاندې دي، له بله اړخه لازم امکانات نه لري، د هغه په خبره له یخنۍ يې دوه پولیس مړه شوي دي.

د ولید پیمان، په نوم هغه شرکت چې د بدخشان امنیتي پوستو ته د سون توکو مسوولیت پر غاړه لري وايي، د دوی لا هم په ملي تداکارتو کې د قرارداد چارې ځنډنۍ دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د نورستان ولایت په ولسوالیو کې مېشتو امنیتي ځواکونو د امکاناتو له نیستۍ سر ټکاوه.

تر هغه وړاندې د کونړ په سرکاڼو کې پولیسو ورته شکایتونه وکړل، چې ګډ حکومت يې د مرستو ژمنې وکړې، خو لا يې هم څرک نه لګېږي.

د شنونکو په باور پوځي برخه کې د لوړ پوړو فساد د دې علت شوی، چې امنیتي ځواکونه پخپلو مشرانو بې باوره او جګړه‌يیزه روحيه يې وځپل شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.