ارګ: د ټرمپ پرېکړې د مسلمانانو احساسات زیانمن کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې په غبرګون کې ارګ دا پرېکړه د مسلمانانو د احساساتو د زیانمنېدو علت بللی.

تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسرایلو کې بیت المقدس ته د خپل سفارت د نقلولو امر وکړ، چې توند غبرګونونه يې راوپارول.

له نږدې اتلس ساعته وروسته ارګ هم د دې حساسې موضوع اړوند اعلامیه خپره کړه او پکې يې د فلسطین ملاتړ وکړ.

دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي د امریکايي ولسمشر د پرېکړې مخالف غږ پورته کوي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي. د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.»

خبرپاڼې د ټرمپ پرېکړه په اشاروي ډول یو اړخیزه بللی او ضمناً يې یادونه کړې چې په دې اړه نړیواله اجماع «د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.»

د ټرمپ په پرېکړه خواله رسنیو کې هم افغان ځوانانو غبرګونونه ښوودلي او دا يې د امریکا له لوري تر سرې کرښې اوښتل بللي دي.

د کابل پوهنتون استاد اسد وحیدي لیکي: «هر مسلمان بايد د بيت المقدس دفاع وکړي. موږ به د خپل ايمان او عقيدې پر اساس غږ پورته کوو، خو د بيت المقدس د دفاع اصلي دنده د ترکيې، مصر، سعودي، پاکستان، اردن… د پياوړو پوځونو ده. اوس دغه پوځونه د خپلو وروڼو پر وژلو، د امريکايي ګټو په خوندي کولو او د اسرايلو د سفارتونو او يهودانو د امنيت په خوندي کولو مصروف دي.»

په خواله رسنیو کې فعال عبدالحنان همت لیکلي: «اقصی د کوم مسجد نوم نه دی، او نه بیت المقدس زموږ‎ په نزد د کوم ښار نوم دی، بلکې زموږ‎ ټولو مسلمانانو د عقیدې یوہ برخه دہ! زموږ‎ د ایمان جز دی! زموږ‎ د مسجدونو مظلومیت پخپل ځای خو پر بیت المقدس چوپه خوله پاتې کیدل مو د عقیدې پر کمزورۍ دلالت کوي!»

شفیع اعظم بیا د دې دعوې د ملاتړیو د مخالفینو اړوند لیکلي: «هغوی چی د قدس له ننګې مسلمانان د خپل وطن ګټنی په پلمه منعه کوي، ډیری هغه کسان دي چی فکرا یې تل د خپل وطن په اشغال کی د کفارو او پردیو ملاتړ کړی.»

یاد دې وي له څو کلونو راهیسې امریکا بیت المقدس د اسرایلو پلازمېنه بللې وه، چې په هرو شپږو میاشتو کې به يې د سفارت د لېږد اړوند بحث کېده، چې تېره شپه ټرمپ د سفارت د لېږد اعلان وکړ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.