fbpx

عطامحمد نور: پارلمان لا هم پر ښځو بې باوره دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بلخ والي له دوولسو نوماندو وزیرانو څخه د یوې ښځينه وزيرې د پاتې کېدو په اړه ویلي، چې لا هم پارلمان پر ښځينه قدرت باور نه لري.

نوموړي په خپره کړې بیانیه کې کامیابو وزیرانو ته مبارکي ويلي، خو افسوس يې ښکاره کړی چې نرګس نهان د باور رایې نه دي تر لاسه کړې.

ولسي جرګې دوه ورځې وړاندې دوولس نوماند وزیرانو ته د باور رايې ورکړې، چې له ډلې يې د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان ونه توانیده چې د تایید رایې تر لاسه کړي.

نور پر ملي شورا غږ کړی، چې یو ځل بیا دې فکر وکړي او په وینا يې ښځينه کولی شي سم مدیریت وکړي، پر هغوی باید بې باوره نه شو.

نرګس نهان چې د نوماند وزیرانو له ډلې یوازينۍ ښځینه وزیره وه، پاتې کېدو يې ډول ډول غبرګونه را پارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم پر دې ا فسوس ښکاره کړی او ويلي دي، لا هم په افغانستان کې «مردسالاري» روانه ده.

تر اوسه پخپله دې نوماند وزیرې کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو د ښځينه حقونو فعالانو دا له ښځينه طبقې سره ښکاره تبعیض بللی.

ياده دې وي په یوولسو نارینه نوماند وزیرانو کې ګل اغا شیرزی هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لپاره تایید شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د