fbpx

امريکايي الوتکو د طالبانو زندان بمبار کړی- ۱۸ بنديان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بمبارۍ تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، لومړی د غوږيزې په سيمه کې د الوتکو له لوري درنه بمباري وشوه او وروسته يې پياده عسکر ښکته کړل، د کورونو تلاشي يې پيل کړه او د عامو خلکو دروازې يې په بمونو والوزولې.

شکرالله چې د غوږيزې اوسېدونکی دی، نن ټکی اسيا ته وويل: د هوايي بريدونو په ترڅ کې څلور د دغه کلي اوسېدونکي چې عام خلک دي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

هغه وويل، په هوايي بريدنو کې د طالبانو يو زندان په نښه شوی، چې ډیری بنديان پکې وژل شوي دي.

زياتوي، ګډو ځواکونو د تالاشۍ پر مهال د خلکو له کورونو پيسې او قيمتي شيان هم وړي دي.

طالبانو پېښه تاييد کړې وياند يې ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، امريکايي ځواکونو د ملکي خلکو کورونه او د دوی يو زندان بمبار کړي دي.

طالبان وايي، په بمبارۍ کې ټول ۲۳ تنه وژل شوي، چې ۱۸ پکې هغه بنديان و چې په حقوقي او جنايي جرمونو ککړ و او د دوی په زندان کې ساتل کېدل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دواړو پېښو کې دوی ته ځاني تلفات نه دي رسېدلي وايي، يواځې د يادې ولسوالۍ مربوط په کوکدره سيمه کې د طالبانو يو موټر په نښه شوی او د يو سرګروپ په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

دغه راز طالبانو ويلي، ګډو ځواکونو د ميدان وردګ ولايت د سيدا اباد ولسوالۍ مربوط په تنګي دره کې د عملياتو پر مهال څلور ملکي کسان (رشید، کاظم، مجیب او یوبل کس ‎) وژلي او څلور نور يې له ځان سره بنديان کړي دي.

د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د ګډو ځواکونو شپنۍ چاپې او هوايي بريدونه ډېر شوي، چې ورسره د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما په يوه راپور کې وويل: په افغانستان کې د زياتېدونکو هوايي بريدونو او بمباريو له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د