افغانستان

په چاریکارو کې پر اربکي قوماندان طلامحمد چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: د پروان د محلي پولیسو یا اربکیانو د قوماندان طلا محمد باندې، په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې.
د پروان د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې وویل، چې د شینوارو ولسوالۍ د اربکیانو د یوه مشهور قوماندان طلا محمد په کرولا موټر کې ځای پر ځای شوې ماین ته چاودنه ورکول شوې، خو نوموړی ترې روغ-رمټ وتلی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوالس بجې رامنځته شوه .
ویل کېږي،طلا محمد چې په سېمه کې د سخت زړي قوماندان په توګه پېژندل کېږي،طالبان یې د وژلو په لټه کې دي او دا څووم برید چې د دوی له لورې پرې ترسره کېږي.
داسې راپورونه هم شته، چې د نوموړي د کورنۍ څو نوراربکیان هم طالبانو ور وژلي دي.
طلا محمد د پېښي په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې زه د درمل را نیولو په موخه له موټره کوز شوم، چې راتلم موټر ته چاودنه ورکړل شوه . نوموړي زیاته کړه، چې دم ګړۍ څه نشي ویلای چې چاودنه به د چا له لورې ترسره شوې وي.
طالبانو تر دې مهاله د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې نن سهار اته بجې شاوخوا يې د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په چار سرای سېمه کې پر یو بل اربکي قوماندان ګلستان وسلوال برید کړی.
د مجاهد په خبره، په برید کې ګلستان او د هغه ساتونکي مرګوني ټپيان شوي او موټر یې په بشپړه توګه له منځه تللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x