fbpx

قدس ښار کې د امریکا سفارت یعنې څه؟

لیکوال: زاهد جلالي

زاهد جلالي

تېره شپه د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اعلان وکړ چې د امريکا سفارت به له تل ابيب ښار څخه قدس ښار، يا يروشلېم، ته انتقالوي. په داسې حال کې چې قدس ښار له لسګونو کلو راپه دې خوا د اسراييلو په کنترول کې دی، د نړيوال کونسلګرۍ په کې دي، فلسطيني اوسېدونکي، د دوی کورونه او دوکانونه په ډېر سيستماتیک شکل له منځه تللي او ښار هره ورځ اسراييلي کېږي، په دغسې حال کې د امريکا اعلان څه ارزښت او تاثير لري؟

په واقعيت کې له تل ابيب څخه قدس ښار ته د امريکا د سفارت انتقالول کومه تازه او مهمه خبره نه ده، ځکه دغه ښار له ډېر پخوا اسراييلو خپله پلازمېنه بللې او تر دې حده له مسلمانانو سره تېری روان دی چې ښايي اقصی جومات هم کومه ورځ ونړوي، او ويل کېږي چې د نړولو پلان يې عملا روان دی. د امريکا دغه اعلان يوازې قانوني او سياسي اهميت لري.

د خليج په جګړه کې فلسطيني رهبر، ياسر عرفات په عربي نړۍ کې منزوي شو او د سعودي او نورو خليجي هېوادونو په ګډون، له صدام پرته نورو زورورو عربانو ورته شا کړه او دی يې په زور د اسراييلو خوا ته ټېل واهه.۱۹۹۳م کال کې ياسر عرفات مجبور شو چې اسراييل په رسميت وپېژني او د امريکا په منځګړيتوب له اسراييلو سره د سولې خبرې پرمخ بوځي.

له دې اعلان سره فلسطينيانو په دوو برخو ووېشل شول: سيکولر او نشنلېست فلسطينيانو پر اسراييلو اعتراف وکړ، خو ويل يې چې قدس بايد د فلسطيني دولت پلازمېنه شي. ياسر عرفات وار وار ويل چې قدس به د فلسطين پلازمېنه وي او له دې پرته فلسطين نه شته. دويمه ډله اسلامېست فلسطينيان وو چې هغوی د اوسلو مذاکرات او د اسراييل په رسميت پېژندل رد کړل او د اسراييلو پر وړاندې يې مسلحانه مقاومت د حل يوازنی لار وبلله.

دا د قضيې اوسنی شکل دی، مګر اصلي کيسه د فلسطين استعمار ته ورګرځي. کله چې انګلستان له دغې سيمې څخه واوت، فلسطين کې يې اسراييلو ته يوه برخه ځمکه ورکړه او دوی ته يې دولت جوړ کړ. فلسطينيانو دغه اعلان رد کړ، نو د يهودو او عربو ترمنځ جګړه شروع شوه. په جګړه کې فلسطينيانو ډېره ځمکه له لاسه ورکړه.

بالاخره غزه، د قدس ښار شرقي برخه، چې اقصی جومات هم په کې دی، او له ضفة الغربيه پرته نور ټول فلسطين اسراييلو ونيو.

غزه هغه مهال د مصر برخه شوه او شرقي قدس او ضفة الغربيه د اردن برخه وبلل شوه. د يادونې وړ ده چې قدس ښار دوه برخې لري، يوه شرقي او بله غربي. غربي برخه له پيله اسراييلو نيولې وه. شرقي قدس، چې اقصی جومات او نور اسلامي مقدسات په کې دي، په زوړ ښار هم يادېږي.

بالاخره په ۱۹۶۷م کال کې سوريې، مصر او اردن غوښتل پر اسراييلو بريد وکړي او دغه هېواد له منځه يوسي. خو اسراييلو د امريکا په مرسته، وار دمخه کړ، مصر يې سخت بمبارد کړ او دغه درې فلسطيني ښاره يې هم ونيول. دا لومړی وار و چې صهيونيستي ځواکونه اقصی جومات ته ننوتل او دغه ښار د دوی تر سلطې لاندې شو.

له همغې ورځې، اسراييل غواړي دغه ښار يهودي ښار کړي. هغوی په وړه خبره او عادي بهانه د فلسطيني کور ترې اخلي او د حکومت ملکيت يې اعلانوي، د فلسطينيانو دوکانونه بندوي او اسراييلو ته يې ورکوي، بلې خوا غير قانوني ښارګوټي جوړوي تر څو دغه ښار کې د يهودانو شمېر زيات کړي او يو يهودي ښار ترې جوړ کړي.

بلې خوا نړۍ وويل چې قدس، غزه او ضفة الغربيه فلسطيني ښارونه دي او اسراييلو اشغال کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۴۲ ريزولوشن کې صراحتا دغه ځمکه د فلسطينيانو وبلله او ويې ويل چې د اسراييلو له لورې غير قانوني اشغال شوې ده.

خو اسراييلو ته دغه اعلانونه او موقف ګيرۍ هېڅ اهميت نه لري، ځکه د دوی اصلي هدف د قدس ښار نيول دي.

په ۱۹۸۰م کال کې اسراييلي کنېسېت، يعنې اسراييلي پارلمان، د قدس قانون تصويب کړ. د دغه قانون له مخې، شرقي او غربي قدس، د اسراييلو واحد او نه وېشل کېدونکې پلازمېنه اعلان شوه. خو دنيا دغه اعلان ونه مانه، ځکه له قانوني اړخ څخه شرقي قدس د اسراييلو پلازمېنه نه شي کېدای او دغه ښار بايد بېرته فلسطينيانو ته ورکړل شي.

تر اوسه، د ډېرو هېوادونو قونسلګرۍ په قدس ښار کې شته، خو هېڅ هېواد خپله پلازمېنه هلته نه ده انتقال کړې.

امريکا به لومړی هېواد وي چې خپله پلازمېنه هلته انتقال کړي. د دې معنا دا ده چې امريکا دغه ښار د اسراييلو له لورې اشغال شوی نه بولي. د دې پرېکړې ستونزه په دې کې ده چې امريکا د فلسطيني-اسراييلي سولې منځګړی دی. د دې معنا دا ده چې امريکا صراحتا د اسراييلو په خوا کې ده او د سولې مذاکرات ناکام دي. دا ښکاره کوي چې د ياسر عرفات د سولې پروسه ناکامه ده او فلسطينيانو ته يوازې يوه لاره پاتې ده، او هغه له اسراييلو سره وسله واله مبارزه ده. دغه راز، دا به د امريکا له لورې د قدس ښار د يهودي کېدو رسمي منل وي.

بلې خوا اسراييلي لومړي وزير، نتنياهو ويلي دي چې د امريکا پر اعلان به د عربي هېوادونو غبرګون سوړ وي. او همداسې وشول. يوازې د ترکيې غبرګون جدي وو. له دې هاخوا، که يوازې د سعودي غبرګون مطالعه کړو نو خندوونکی او حيرانوونکی دی. سعودي وويل چې د امريکا دغه پرېکړه به «په منځني ختيځ کې د سولې پروسه تخريب کړي». د دې معنا څه ده؟ يعنې سعودي دا مني چې اسراييل بايد ځان ته هېواد ولري او له فلسطينيانو سره سوله وکړي، خو د امريکا اعلان دغه پروسه خرابوي. يعنې د سعودي دغه «غبرګون» هم د اسراييلو په ګټه دی، ځکه چې د دوی پر دولت اعتراف په کې دی او د دغې تش په نامه سولې ملاتړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د