حماس د القدس شریف د ازادۍ لپاره د وسله ‌وال پاڅون غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):‏‎ ‎د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل ‏هنيه د القدس شريف په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې او اسرائیلي ښکېلاک پر ضد د ‏پراخ وسله وال پاڅون غوښتنه وکړه.‏

اسماعيل هنيه نن په خپله رسمي وينا کې وويل، چې «د فلسطينيانو په توګه تر ټولو ستر لومړيتوب زموږ ‏دا دی، چې د امریکا د پرېکړې پر ضد پر ضد راپورته شوو او دغه قراداد د تل لپاره د ځمکې تل ته ‏ولېږدوو»‏ د حماس د سياسي دفتر مشر وويل، چې القدس شريف ټول د مسلمانانو دی، په دې کې د شرقي او ‏غربي تقسيم د منلو وړ نه دی.

ښاغلي هنيه زیاته کړه: «موږ هېڅکله د فلسطين پر خاوره د اسرائيلي ښکېلاک هېڅ قانوني حیثيت نه ‏منو او په بیت المقدس کې د اسرائيلو پلازمېنه هېڅکله زموږ لپاره د زغملو وړ نه ده.»‏ د هنيه په باور د سولې پروسې په نوم هڅې د تل لپاره قبر ته ولاړې او له دې وروسته له اسرائيلي ‏ښکېلاک سره د سولې په نوم هېڅ تړون نه شي کېدای.

‏د حماس د سياسي دفتر مشر ويلي، چې د اسراييلو د ملاتړ په اړه د امريکا د بربنډ سياست مقابله يوازې ‏په وسله وال مقاومت کېدای شي او زیاته يې کړه: «د اسرائیلي صهیوني ښکېلاک مقابله يوازې د ټوپک ‏په ژبه کېدای شي او د سولې خبرې نور کار نه ورکوي.»‏ ښاغلي هنيه له فلسطيني چارواکو وغوښتل، چې له اسرائیلي ښکېلاک سره د سولې هر ډول پروسه ‏ودروي او ټينګار يې کړی، چې د نړيوالو ښکېلاکي توطئو پر وړاندې بايد ټول فلسطينيان يوه خوله شي.

‏دغه فلسطيني مشر د ټرمپ پرېکړه د فلسطيني ولس پر ضد د جګړې اعلان بللی او له ټولو اسلامي او ‏عربي هېوادونو يې غوښتي د بیت المقدس د خپلواکۍ لپاره له امريکا سره هر ډول اړيکې پرې کړي.‏

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د