ورزش

کرېکټ: آیرلینډ د افغانستان په وړاندې لومړی توپ وهنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ په دوهمه یو ورځینۍ لوبه کې پچه آیرلینډ وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

لوبه همدا مهال د شارجه په نړیوال لوبغالي کې روانه ده.

د افغانستان لوبډله چې هیڅ بدلون یې په کې نه دی راوستی په لاندې ډول ده:

جاوید احمدي، احسان الله جنت، محمد نبي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، ګلبدین نایب، ناصر جمال، راشد خان، دولت ځدراڼ او مجیب ځدراڼ شامل دي.

همدا مهال د آیرلینډ لخوا د۱۰ اورونو په لوبولو سره ۵۲ منډې جوړې شوي خو هیڅ کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې تیره لوبه کې افغانستان آیرلینډ ته د ۱۳۸ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، د افغانستان لخوا ځوان مجیب ځدراڼ ښه ځلیدلی و، نوموړي په خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځینۍ لوبه کې څلور لوبغاړي وسوځول او ډیر ریکارډونه یې پخپل نوم ثبت کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x