پښــــتو ادب

وتلی کلمبيايي لیکوال کابریل ګارسیا مارکز ومړ

ښاغلی مارکز   په مکزیک سیمه کې په یو روغتون کې د هغه د ناروغۍ د درملنې په موخه بستر و، چې یاد روغتونه له يوې اوونۍ رخصتۍ وروسته تېره شپه پخپل کور کې د اوو اتيا کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي د شهرت یو ستر علت د هغه شهکار اثر (سل کاله یواځيتوب) و، چې دنړۍ په سطحه ډېر خرڅېدونکی کتاب دی، ښاغلي مارکز په ۱۹۸۲ کال کې د نبول جایزه هم واخیسته.
دغه نوموتی کلمبيايي لیکوال له مودې راهيسې په مکزیک کې اوسېده، چې د (هېرېدنې) د ناروغۍ له امله يې اعلان وکړ، چې نور لیکنې نه شي کولای.
د ښاغلي مارکز نور اثار، د وبا دکلو مينه، دیو مرګ راپور او نور دي، دنوموړي یو اثر پښتو ته هم د (ډګروال ته لیک نه راځي) ترنامه لاندې ژباړل شوی دی.
مارکز یو نړیوال لیکوال و ، چې په مړينه يې ځينو مطرح نړیوالو شخصیتونو هم خپګان ښکاره کړی، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر اوباما يې د مړينې په اړه وویل: د ده په مړینه،نړۍ یو لوی لیکوال له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x