
سیاف: حکومت مې غږ نه اوري، ترې خپه یم
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): عبد رب الرسول سیاف وايي، حکومت يې خبرو ته غوږ نه نیسي ځکه خو ترې خپه دي.
هغه چې نن په کابل کې د دعوت ګوند یوې غونډې ته خبرې کولې وويل، نه يې پخپله او نه يې د ګوند کوم غړي یوه ټوټه ځمکه غصب کړې ده.
سیاف ګډ حکومت ملامت کړ، چې په غلطه روان دی، بې برنامې پر مخ ځي او هیڅکله يې هم د دوی مشورو او اصلاحي نیوکو ته غوږ نه دی نیولی.
نوموړي تکراري وویل چې د چوکۍ په کیسه کې نه دی او نه يې هم تر اوسه د ده په وینا پخپل جهاد «معامله» کړې ده.
سیاف ټینګار وکړ چې حکومت د ده او د ده همفکرو ملګرو له لوري نه خرابېږي، خو زیاته يې کړه « خدای دې وکړي چې د حکومت د مشرانو له لوري خراب نه شي.»
دغه پخواني جهادي مشر چې د امریکايي یرغل کلک همکار پاتې شوی، پخپلو خبرو کې له پخوانیو مجاهدینو دفاع وکړه.
د هغه په خبره «مجاهدینو هیڅکله څوک نه دي وژلي، موږ د هېواد د خپلواکۍ لپاره جګړه کړې او که مو وژلي، نو د هېواد دښمنان مو وژلي دي.»
عبدرب الرسول سیاف یادونه وکړه چې که راتلونکې ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره نه شي، نو هېواد به د بحران په لوري لاړ شي.
که څه هم نوموړي څو ځلې د تېر جهاد یادونه وکړه، خو د خبرو په اوږدو کې يې په ډاګه وویل چې بهرني همکاران باید د ټاکنو د پروسې په څار کې پوره همکاري وکړي.
نوموړي له خپل عادت سره سم د خبرو په پای کې طالبان مخاطب کړل چې باید د سولې له شورا سره یو ځای شي.