fbpx

کرېکټ: د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې په نیوزیلنډ هیواد کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پیلیږي.

ددغې سیالۍ لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوي چې افغانستان به په D ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او آیرلینډ سره لوبې کوي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۳مه د پاکستان په وړاندې ترسره کوي.

د لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

لوبډلمشر نوین الحق، رحمان الله ګربز، محمد ابراهیم، بهیر محبوب، اکرام علي خیل، درویش رسولي، نثار وحدت، طارق ستانکزی، عظمت الله، وقار الله، قیس احمد، مجیب ځدراڼ، ظاهر خان، یوسف ځاځی او وفادار شامل دي، همدارنګه عبد الواسع، محمد صابر او فضل الحق په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله تیره میاشت پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د اسیا جام اتله شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د