fbpx

د وزن زیاتوالي لپاره غوره لارې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) په عام ډول نړۍ کې خلک له چاغوالي شکایت کوي او د بیلا بیلو خوړو او ورزشونو په کولو سره غواړي خپل وزن کم کړي خو داسې خلک هم شتون لري چې د وزن کموالي له امله خورا ډیر اندیښمن دي.

زمونږ په شاوخوا کې ډیر خلک شتون لري چې په طبیعي ډول یې وزن کم وي او د کمزورۍ احساس کوي، دغه خلک د چاغو خلکو په څیر له خپلې کمزورۍ اندیښمن وي، دوی د وزن زیاتولو لپاره ډول ډول درملنې او له حکیمي نسخو کار اخلي خو زیاتره وخت د ګټې پر ځای ورته زیان رسوي.

له دې امله دلته د وزن زیاتوالي پورې اړوند ځینې خوراکي مواد دي چې نه مو یوازې وزن زیاتوي بلکې بدن ته مو روغتیا هم ورکوي.

سپینې وریجې

د وزن زیاتولو لپاره تر ټولو ښه نسخه وریجې دي، وریجې په ډیره اسانۍ پښیږي او هم هر ځای په اسانۍ سره موندل کیږی، هغه څوک چې غواړي ځان چاغ کړي باید د زیړو وریجو پر ځای سپینو وریجو ته ترجیح/لومړیتوب ورکړي، ځکه چې زیړې وریجې په لوړه درجه فایبر لري او سپینې وریجو کې بیا فایبر د نشت برابر کم وي، او فایبر د انسان وزن کمولو کې مهم رول لري، ځکه د وزن زیاتولو لپاره سپینو وریجو ته اهمیت ورکول کیږي، په یوه پیاله وریجې تقریبا ۱۸۰ کیلوري لري، چې د وزن په زیاتوالي کې مهم رول لوبوي.

وچې میوې

وچې میوو کې کیلوریز په غټه کچه موجود وي، له دې کبله د وزن زیاتولو او بدن قوي کولو لپاره د وچو میوو خوراک تر ټولو غوره خوراک دی، ځکه چې وچې میوې په پراخ ډول کیلوریز او پروټین لري چې د بدن چاغوالي سره د بدن روغتیا هم سالمه ساتي، ځینې داسې غوړ خوراکونه لکه چپس او نور دوکاني خوراکونه چې په ښکاره ډول بدن چاغوي خو له بل اړخه انسان د زړه او نورو بدو ناروغیو اخته کوي.

کاربوهایدریټ او نشایسته لرونکي خواړه

د بدن چاغوالي لپاره داسې سبزیجات غوره کړۍ کوم چې نشایسته لرونکې وي، لکه آلو، مټر، شین مرچک، جوار او داسې نور.

پنیر

پنیر ۷۰ سلنه د چاغوالي غذایي مواد لري، په یو ګرام پنیر کې ۹ ګرامه کیلوریز موجود وي، ځکه نو د وزن زیاتوالي لپاره له پنیر څخه بل ښه خواړه نشته، چې هم یې خوند ښه دی هم یې وزن زیاتوي او هم د روغتیا لپاره ګټور دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شريف خان شرافت
میلمه
شريف خان شرافت

محترما!

زما عمر ۲۸ کاله دی او قد مې ۱۸۲ سانتي متر دی، خو وزن مې ۵۴ کيلو ګرامه ده، زه غواړم چې داسې معلومات راکړې، چې وزن مې زیات شي هېره د نه وي چې زما نور ورونه هم په همدې ډول کم وزن لرونکې دي.

مننه!