افغانستان

هلمند: د ورې د شپاړلسمې د ټاکنو د پنځوسو ټاکنیزو مرکزونو رايې قرنطین شوې دي

د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون مسوولین وايی چې د هلمند ولایت اړوند پنځوسو (۵۰) مرکزونو رايې يې قرنطین کړې دي، چې په خبره يې څلويښت مرکزونه يې د ولایتي شورا او لس نور يې د ولسمشریزو ټاکنو اړوند دي.

په هلمند کې د ټاکنیزو شکایتونو مسوول د دې ولایت د ټاکنیزو شکایتونه خبره کوي وايي: دهلمند د ټاکنو اړوند مو تراوسه دوه شپېته شکایتونه ثبت کړي دي، ځکه خو مو د پنځوسو مرکزونو رایې قرنطین کړې دي.
د نوموړي په خبره د دې ټاکنیزو مرکزونو اړوند دخلکو له خوا شکایتونه رارسېدلي دي، چې وبه څېړل شي.
تر دې وړاند په کابل کې د مدني ټولنو دهمغږۍ مسوولینو هم په یوه ناسته کې وویل چې په تېرو ټاکنو کې په ځينو سیمو کې اربکیانو خلک په زور رايې اچونې ته مجبور کړي دي، چې باید پوښتنه يې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x